افغانستان

سهيل شاهين: افغان شموله حکومت جوړوو، خو انتخابي نه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي غړي او د قطر سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د افغان شموله حکومت جوړولو ته چمتو دي، خو انتخابي حکومت نه غواړي.

ښاغلي شاهين له الجزيرې ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د افغان شموله حکومت جوړولو لپاره چمتووالی لري، خو دغه حکومت به انتخابي نه وي.

د ښاغلي شاهين په وينا د ټولو لږه‌کيو قومونو استازي په کابينه کې شامل دي او ښځو ته به هم په کې ونډه ورکړل شي.

د قطر دفتر وياند او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لپاره نوماند ښاغلي شاهين ويلي، امريکا او نړيواله ټولنه بايد د افغان ولس هيلو او غوښتنو ته درناوی ولري.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د تېر اګسټ پر پنځلسمه نېټه د افغانستان واک تر لاسه کړی، له نړيوالو دولتونو غوښتي، چې دوی په رسميت وپيژني.

امريکا او يو شمېر غربي هېوادونه پر افغان حکومت تور پورې کوي، چې تر څو يې د ښځو حقونو ته درناوی نه وي کړی، تر هغو به يې په رسميت ونه پيژني.

خو د افغانستان اسلامي امارت چارواکي وخت پر وخت دغه تورونه ردوي او وايي، چې دوی د اسلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري، د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې پرانيستل شوي او په لنډ راتلونکي کې به تر دولسم ښوونځي او پوهنتونونه هم پرانيستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

سهیل شاهین صاحب باید خپلی څرګندونی ډیری سنجیده، په پوره سیاسی بصیرت او حکیمانه انداز باندی وکړی ترڅو د خپل هر مخرب حریف خوله بنده کاندی او د تبلیغاتو او پروپاګند زمینه ورته مساعده نکړی ځکه دده راتلونکی موقف چی هغه ده ټول افغانستان نمایندګی د نړیوالو په وړاندی ده یو ډیر حساس موقف ده نو بناٌ دې باید خپلی هری خبری ته ډیر متوجه وی. هغه تیره ورځ می ئې یوه مصاحبه له یو چینایی سره لیدله چی له چین سره په اړیکو او د ایغوریانو په اړه ترینه سوال کوی ځواب ډیر بی خونده وه او اوس حتی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند شاهین صاحب داسی ویلی وی چه زموږ اسلامی امارت خپله همه شمول او د هر قوم خلک پکی دی د ټاکنو په اړه یی ویلی وی چه موږ اسلامی ټاکنو د جوړولو د پاره لمړی د علماوو شوری جوړولو اړه ده چه همه شموله او اجتهادی ټول شرایط ولری ، اجتهادی شوری به اسلامی اساسی قانون او د ټاکنو د پاره ځانګړی اسلامی لوایج او د ازموینی د پاره پوښتنی جوړوی د وکیلانو ، وزیرانو او ریس د وکیلانو او حتی والیانو، قاضیانو او ولسوالانو د پاره د هر چا په کچه لوایح او ازموینه شتون ولری… نور لوستل »

عبدالرقیب

دا چي د پښتنو، ازبکانو، تاجیکانو، ترکمنانو، بلوڅو، نورستانیانو او ازبکانو څخه چا ته په واک کي ونډه ورکړئ دا تصمیم خپله ونیسئ نو دا خو انتسابي ټولشموله حکومت سو، هغه د غني خیلو چمونه تاسو هم راواخیستل. د انتساب حق تاسو ته چا درکړ؟ غلطي خبري واکمن د واکه محرومه کوي. د نامي زو ملایعقوب دي وزیر دفاع دی او د حقانیانو او نورو د آی ایس آی د ایجنټانو په مرسته د پنجشیر او هیواد نورو سیمو څخه روسۍ او امریکایي صلاحوي د پآکستان پر اردو خرڅوي، ټول ملت په خبر دی. په اسلام کي درواغ، خیانت، خطا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د شاهین صاحب دا خبره چه همه شمول حکومت جوړوو منو هم د منلو وړ نه ده او ( انتخابی حکومت نه ) هم د منلو وړ نه دی الله ج دی وکړی زموږ دا تبصره ولولی او خپله خبره کی تجدید نظر وکړی : لمړی : لمړی حکومت او بیا هم شمول باید تعریف شی : الحکم الی الله خالق لایزال زموږ اولنی پلار یا اول انسان د زمکی دپاره خلیفه خلق کړو، او د احسن تقویم اندامو په ورکولو یی د خلافت وړتیا او پیاوړتیا ورکړه . چه د الله ج په مالکیت ( زمکه ) کی به… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx