افغانستان

هلمند کې د «قلعه کهنه» تاریخي سیمې د ژغورنې لپاره اقدام وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د (قلعه کهنه) تاریخي کلا له غاصبینو غوښتي چې ژر تر ژره سیمه خوشې کړي.

د لښکرګاه په څنډه او د هلمند سیند په غاړه دا تاریخي کلا سلګونه کاله قدامت لري، چې غزنوي او غوري پاچاهانو به د ژمني استوګنځای په توګه کاروله.

غزنوي او غوري پاچاهان د لسمې میلادي پیړۍ څخه تر دیارلسمې میلادي پیړۍ پورې په سیمه واکمن وو چې افغانستان یې هم تر قلمرو لاندې و.

قلعه کهنه، چې لرغون پوهان یې د لشکري بازار په نامه یادوي، له سرې خټې جوړه او په ګڼو ودانیو مشتمله ده. یادې تاریخي کلا د معمارۍ او نقاشۍ د فن له کبله نړیوال نوم ګټلی.

خو د تیر حکومت په موده کې د خلکو لخوا غصب شوې، چې اوس پکې شاوخوا ۴۶ کورونه جوړ شوي.

یاده تاریخي کلا څو میاشتې وړاندې د هلمند په جګړو کې دولتي ځواکونو بمبار کړې هم وه.

ویل کیږي چې له تاریخي آبداتو سره د بې باکۍ په لړ کې د تیر حکومت چارواکو د قلعه کهنه تاریخي سیمې ځیني کورونه عامو خلکو ته په کرایه هم ورکول.

خو د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نوموړې کلا د ژغورنې لپاره لاس په کار شوی او غاصبینو ته یې خبر ورکړی چې ژر تر ژره نوموړې سیمه پریږدي.

په قلعه کهنه کې یو تن چې تازه یې هلته د څارویو د فارم د جوړولو هڅه کوله، نیول شوی دی.

د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي خبرداری ورکړی چې د تاریخي سیمو غاصبینو ته به سزا ورکوي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د تاریخي ابداتو په ساتنه او ژغورنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

وړاندې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرشک تاریخي کلا د غصب مخه هم نیولې وه او د کلا په حریم کې يې اباد شوي کورونه نړولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ماشاالله دیر پر زای عمل مو کری ، و ما توفیق االه بالله .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx