
افغان او قطري چارواکو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره د لیدنې پرمهال پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته د هرکلي ویلو ترڅنګ افغانستان سره د دوستانه اړیکو، اقتصادي پروژو او یو شمېر نورو موضوعاتو سربیره افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي د قطر هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې نوموړي هېواد سره د لاښو اړیکو ټینګولو هیله څرګنده کړه.
باید وویل شي چې تیره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجي محمدابراهیم په ګډون لوړ پوړی پلاوی له امریکایي او نورو هېوادونو له استازو سره د خبرو لپاره قطر هېواد ته تللی دی.
یاد پلاوي نن د شنبې په ورځ د قطري چارواکو سربیره له امریکايي استازو سره هم لیدلي او په یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي؛ خو د خبرو د اجنډا په هکله تراوسه جزیات نه دي رسنیز شوي.
رويټرز ته امریکايي چارواکو ويلي چې په دغه ناسته کې به امریکا له افغان لوري وغواړي چې امریکايي اتباعو او نورو ته له افغانستان څخه د وتلو لاره ورکړي او يو امريکايي تبعه چې له افغان حکومت سره بندي دى خوشې کړي.
همدا راز افغان حکومت بايد ټولې هغه ژمنې چې پخوا يې کړې وې عملي کړي.
د امریکايي لوري سره په دغه ناسته کې د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد نشته دى.
يو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز ته وویل چې دا ناسته له طالبانو سره د پراګماتيک تعامل دوام دى چې د امریکا د ملي ګټو لپاره مهمې دي او د افغان حکومت د رسميت پيژندلو په معنا نه دى.
له بل پلوه د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي ويلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې يې له امريکايي چارواکو سره په سياسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو مهمې خبرې کړي دي.
ښاغلي متقي له باختر خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، له امريکايي استازو سره يې نن پر يو شمېر مهمو سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې کړي او دا ناسته به سبا هم دوام وکړي.
د بهرنيو چارو د وزير په وينا امريکايي لوري د افغان پلاوي د هرکلي تر څنګ ويلي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې له افغانستانه داسې ځواکمن او يو موټی پلاوی په داسې يوه سترې ناستې کې ګډون کوي.
مولوي متقي زياته کړې، چې په دغه ناسته کې يې له امريکايي لوري سره د دوحې تړون په بشپړ عملي کولو، د افغانستان د حريم درناوي، د بشري مرستو پر دوام او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير زياته کړې، چې له امريکايي لوري يې د افغان ولس د کنګل شوو پيسو د خلاصون او په دوه اړخيز درناوي د مثبتو اړيکو په لرو خبرې کړي دي.
د ښاغلي متقي په وينا امريکايي چارواکو ته يې په سپينو ټکو ويلي، چې د افغانستان او افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي او نړۍ بايد د افغانستان د اسلامي حکومت او افغان ولس ملاتړ وکړي.
دی وايي: موږ د هېچا په ګټه او د بل پر زيان کار نه کوو، بلکې د افغانستان اسلامي امارت ټوله تګلاره د اسلامي اصولو په رڼا کې عملي کيږي او پر مخ ځي.
د ښاغلي متقي په وينا اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې او مثبتې اړيکې غواړي او په دې لړ کې د امريکا او اروپايي ټولنې سربېره د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د ښې راشه درشه او په دوه اړخيز درناوي د ولاړو اړيکو غوښتونکي دي.
امريکايي لوري هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسين او بشري مرستو ژمنه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو او امريکايي مسؤولينو تر منځ دغه ناسته به سبا يکشنبه هم روانه وي.
داسې اټکل کيږي، چې دغه ناسته به د امريکا او افغانستان تر منځ روان کنګل مات کړي او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوی باب وبلل شي.
طالب چارواکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته غواړم د یو افغان په صفت تاسو سره د خپل زړه خواله شریک کړم او یوه پوښتنه درځني وکړم او هغه داده چې آیا په حکومت کولو نه پوهېږئ او که نه غواړی چې حکومت وکړی؟ که په حکومت کولو نه پوهېږی نو پرېږ یې ږدی چې هغه خلک یې وکړي چې پرې پوهېږي او که نه غواړی چې حکومت وکړی نو دغه ولس نور مه ځوروی دغه بهانه چې مونږ ته حکومت داسې وخت کې وسپارل شو چې تیار ورته نه وو او یانور داسې بهانې ګټه نه رسوي او نه تاسو… نور لوستل »
مکار دروغجن او شیطان صفته او متجاوزی امریکی ته هیس طمع د انسانیت مه کوی ، هیچاته په نری کی چی چا سوک ورکری ، بیا یی نو دوست شوی ندی .
د حکومت او نظام جوړول فرض عین دی ځکه یوه فقهي قاعده ده چې ( مالایتم الواجب الا به فهو واجب) نو باید د خلکو د چارو د پرمخ بیولو لپاره ژرترژره مسؤوله اداره، نظام او حکومت رامنځته شي او داکار زمونږ په توان کې دی.