
متقي: په افغانستان کې د «بې ثباتۍ» هڅې د هیچا په ګټه نه دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي امریکايي پلاوي ته ویلي، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ هڅې د هیچا په ګټه نه دي.
د فرانسې خبري خبري آژانس(AFP) د راپور له مخې دا خبرې پرون د شنبې په ورځ د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي لوړ پوړو پلاوو ترمنځ ترسره شوي دي.
یاد خبري آژانس د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په حواله خبر ورکړی، چې امریکايي لوري ته یې په ښکاره الفاظو ویلي: « مونږ په څرګندو ټکو ورته وویل، چې په افغانستان کې د نظام د بې ثباته کولو هڅې د هیچا په ګټه نه دي.»
ددې ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له امريکايي استازو سره پر يو شمېر نورو مهمو سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو هم خبرې کړي او دا ناسته به نن د یکشنبې په ورځ هم دوام ولري.
داسې اټکل کيږي، چې ننۍ ناسته به د امريکا او افغانستان تر منځ روان کنګل مات کړي او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوی باب وبلل شي.
متقي صاحب، د افغانستان ۳۹ ملیونه ولس در پوهیږي چي د نادر خان پر ګام غواړئ چي ګام کښیږدئ. ځانونه په بهرنیانو ومنئ او ټوله داخلي سیاسي مخالفین یا په توپونو والوزوئ او یا یې د فصیلونو تر دیوالونو راوغورزوئ. د ځانمرګو په زور غواړئ افغانان ایل کړئ؟
د ملا محمد عمر مجاهد ( رح ) د وراندوینی چی د امریکی توته توته کیدو او لوی عذاب د پاره د امید شپی ورزی سبا کوو ، انشاالله د هغه مظلوم لر لید به هرو مرو منتقم ربالعزت پر زای کوی .
د متقی صاحب دا خبری سمه مګر په دی اړه لری چه چاته یی کوی. د استعماری قدرتو مثال د لیوانو او غره د ځناورو دی د هغوی عمده هدف د ښکار ځپل او خوړل دی او د دغه کار د پاره باید هغه مطلوب حیوان باید بی ثباته او ناتوانه کړی او په ارامه یی وخوری ، مرګ ته یی نه پریږدی په ژوندنی یی غوښی تری بیلوی که هغه مطلوب حیوان لغتی یا رمباړی هم وهی د غره ځناور یی سرغړونه ګڼی او خپل وحشت پری لا نور زیاتوی . ۹/۱۱ فاجعه د امریکایی ځناورو لخوا د اسلامی… نور لوستل »