ورزش

د نړيوال جام لپاره د ملي لوبډلې وروستی ۱۵ کسيز نوملړ اعلان شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۰ل): د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام لپاره د افغانستان ملي لوبډلې ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ له اوږد ځنډ وروسته لوبډله کې يو شمېر بدلونونه راوستي او وروستۍ ۱۵ کسيزه لوبډله يې وټاکله.

په دې لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، محمد شهزاد (ويکټ ساتونکی)، حشمت شهيدي، اصغر افغان، نجيب ځدران، ګلبدين نائب، کريم جنت، راشد خان، مجيب ځدران، حميد حسن، فريد ملک او نوين الحق.

د يادې لوبډلې سره به څلور احتياطي لوبغاړي هم شامل وي، چې شرف الدين اشرف، سميع الله شينواری، دولت ځدران او فضل حق فاروقي دي.

افغان ملي لوبډله اوسمهال په قطر کې د راتلونکي نړيوال جام په موخه تمرينات ترسره کوي، چې له هغې وروسته به عربي اماراتو ته سفر وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x