ادبي لیکني

د دوکتور مجروح په منظومو داستانونو کې د انسان څیره

څېړنه ـ سید اصغر هاشمي
ډاکتر مجروح په معاصر ادب کې د پښتو ژبې پېژندل شوی فکرمند او مبتکر لیکوال دی چې لیکنې یې فکر ورکوي او لوستونکی او اوریدونکی فکر کولو ته هڅوي، په هر ځل لوستولو سره ځانځاني ښامار راته نوې خبرې تداعي کوي. زما په اند ځانځاني ښامار یو له هغو اثارو څخه دی چې د نوي فکر او تیوريو پر بنیاد یې نوې خبرې وړاندې کړي دي او یو له خورا ښو اثارو څخه دی.

د ده د نا اشنا سندرو ډېره برخه منظوم ډوله داستاني لیکنې دي چې اسطوروي څرکونه پکې لیدل کېږي او په دواړو اثارو کې له سمبولیکې ژبې ګټه اخیستل شوې ده چې کله کله سمبولونه او رمزونه په مستقیم ډول خپله معنا ورکوي او ډېر وخت له اصلي معنا پرته ضمني او یوه بله معنا هم ورکوي. ښامار په ډېرو ځایونو کې دوه اړخیزې معناوې لري چې د سمبولیزم یو مهمه ځانګړنه ده او د پوهاند مجروح پنځونې هم دا برخه لري.

د ده ځانځاني اثر له فلسفې، ارواپوهنې، سیاست، ټولنپوهنې، انسان پوهنې، اسطورو او حماسو او نورو… پوهنو سره اړیکه لري. ځانځاني ښامار منظومه حماسه ده او نا اشنا سندرې هم منظومې برخې لري، چې په ځینو برخو کې انسانانو ته لارښوونې لري. د ده په اثارو کې په انسان بحث له څو اړخونو شوی دی چې ارواپوهنیز اړخ یې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

انسان ته د مرګ او ژوند په اړه لارښوونې: د مرګ او ژوند بحث له کلونو کلونو را پاتې موضوع ده چې د زړبېلګو «ارکي ټایپونو» په ډول له یو نسل څخه بل نسل پاتې ده او د یونګ له نظره چې دا هغه زړبېلګې دي چې د نړۍ انسانان یې په اړه اندېښنه کوي. په تحریري لاس ته راغلو ادبیاتو کې د بین النهرین لومړنۍ حماسه کې ګلګمېش د مرګ څخه تېښته کوله او د تلپاتې ژوند په هیله وو. کله چې خپل نیکه اوت نا پیشتم ته ځي، هغه ورته هم د دې خبرې یادونه کوي چې تلپاتې ژوند نشته. د انکیدو له مرګ وروسته پوهېږي چې دی به هم د مرګ خوند ګوري. د تلپاتې ژوند په هیه د نړۍ انسانان دي چې ښه بېلګه یې د نړۍ په لیکنو کې د خضر د اب حیات یادونه ده.

د مرګ او ژوند په فلسفه کې بېلابېل ادیان، پوهان او لیکوال خپل نظریات او افکار لري، ځینې ادیان په دې اند دي چې د انسان مرګ یې نابودي او نیستي نه ده، مرګ د دویم او اصلي ژوند د پیل پړاو دی. مرګ هستي ده، تلپاتې ژوند دی او خپلو موخو ته رسېدل دي.

د مرګ او ژوند سربېره په ځانځاني ښامار کې د نورو اضدادو یادونه هم شوې ده: لکه ښامار مري او ژوندی کېږي، ځمکه شاړیږي او بېرته زرغونېږي، رڼا او تیاره، اهریمن او هورا، اور او اوبه، ځمکه او اسمان، روغتیا او ناروغي، د محبت الهه او ایګو، وچوبه او شېرازي، هدیره او میخانه او داسې نور… (۱)

د مسیحیت ځینې فرقې په دې اند دي چې له مرګ وروسته مړی بیا را ژوندی کېږي، دوی له مړو سره په قبرونو کې خوراکي توکي ږدي چې کله مړی ژوندی شي وږی به وي او له له خوړو به ګټه واخلي.
د فیثاغورث په فلسفي او ریاضیکي مکتب کې د دوه ګونو شمېرو یادونه شوې ده او هر عدد خپل ماهیت او معنا لري. له دې مکتب وروسته ارسطو او نیو افلاطونیزم، اخوان الصفا او حروفیه ډلې د هرې شمېرې یادونه وکړه چې په دې کې دوه خپل ماهیت لري چې مرګ او ژوند هم د دوه عدد تر مفهوم لاندې راځي.
پوښتنه دا ده چې ټول مسلمانان په دې عقیده او باور دي چې له مرګ وروسته ژوند شته، تلپاتې ژوند امکان نه لري او د نړۍ د ټولو انسانانو په ډول به یوه نه یوه ورځ مړه کېږو خو څومره انسانان د مرګ وروسته ژوند ته اندېښنه لري او ورته تیاری کوي. هغه څه اسلام او انسانیت وايي، څومره یې په خپل ژوند کې پلي کوو.
پوهاند مجروح په لیکنو کې د مرګ او ژوند یادونه ډېره شوې ده، وايي:

زه ساقي یم
خو ساقي د مرګ او ژوند زړو شرابو
خو هر چا ته په هر ځای او په هر وخت کې نا اشنا دی
ځکه یو وارې څکل کېږي
د ژوندون سندره ډېره پخوانۍ ده
خو هر چا ته په هر ځای او په هر وخت کې نوې ښکاري
ځکه یو وار ویل کېږي:
د ژوند او مرګ رښتیا سندرې
پخوانۍ که اوسنۍ وي
تل به نوې نا اشنا وي
تل به وي د عشق د سوز سندرې
راشه واروه افسانې د ژوند او مرګ څو، … او نور (۲)
همدارنګه وايي: « بادار د مرګ او ژوند» او «چې ترڅو د مرګ او ژوند له سمندره پورې نه وځي» او «ته ساقي د مرګ او ژوند د مستې لارې زمانه یې»(۳)
انسان د کبر په لومو کې: د خودۍ، انانیت او په ځان مینتوب موضوع د ارواپوهنې له اړخه یو ډول څېړنې ته اړتیا لري او د اسلام له اړخه بل ډول پلټنې ته.

د بهاوالدین مجروح په لیکنو کې خودي او په ځان مینتوب د ارواپوهنې له بعده شننې ته اړتیا لری او د علامه اقبال او د مولانا جلال الدین بلخي د شعرونو ځینې برخې بیا د اسلامي اصولو پر بنیاد «من عرفه نفس فقد عرفه ربه» یعنې چاچې ځان وپېژانده په حقیقت کې یې الله تعالی وپېژانده مفهوم وړاندې کوي.
ځینې څېړونکي د دې دوو بېلابېلو مفاهیو ته په یو نظر ګوري او کله کله سهوه کېږي. د مجروح په لیکنو کې خودي، انانیت او غرور د لاندې پېژندنو سره اړیکه لري.

پښتو پښتو تشریحي قاموس کې د خودي په تړاو راغلي دي: (خودي: کبر، غرور، خود خواهي، خود پرستي او بیدارۍ ته وايي.)(۴)

په دهخدا کې د خودي په اړه راغلي دي: (د بیګانه برعکس، اشنا، اهل او نژدې ته ویل کېږي.«
د مجروح په منظومو کې غرور او تکبر د یوناني ژبې د نرګس له اسطورې سره اړیکه لري او د ده په لیکنو کې ډا برخه د همدې اسطورې پر اصل وړاندې شوې ده، کیسه داسې ده:

(په یوناني ادبیاتو کې یوه ښکلې الهه د انګۍ«انګازې» په نوم وه. د دې شهزادګۍ یو بد عادت د ځینو ښځو په شان دا و چې ډېره خبر لوستې وه او د خبرو راز یې ساتلی نشو او د هر چا د خبرو وروستۍ برخه به یې تکراروله. د دې د ډېرو خبرو له امله ارباب الانواع پرې په قهر شول او دا یې له ژبې محرومه کړه. یوازې یې هره وروستۍ خبره تکراروله او نور یې څه نشو ویلای. د انګۍ له دې سزا پرته یوه ورځ په یوه ځوان ور پېښه شوه چې نرګس(Narcissus) نومیده. انګۍ نشو کولای چې د خپلې مینې اظهار نرګس ته وکړي، ځکه چې ژبه یې بنده شوې وه. نرګس د ښکار په نیت وتلی و او خپلو ورکو ملګرو پسې به یې غږ کړلو، انګۍ د هغه غږ تکراراوه، نرګس حیران و چې دا څوک ده؟ بالاخره نجلۍ وغوښتل چې هلک «نرګس» په غېږ کې ونیسي خو کبرجن هلک کبر وکړ او له هغه څخه یې ځان لرې کړ، انګۍ له دې غمه په ځنګله ننوته، ورکه شوه خو غږ یې د تل لپاره پاتې شو، د ځینو په اند نن هم په غرونو کې د پژواک اواز چې بیرته یې انګازې زموږ غوږونو ته راځي، هماغه انګۍ ده ځواب ورکوي. نرګس چې خپل حسن ته مغرور و، یوازې د انګۍ سره یې دا کړنه ونه کړه، بلکې د نورو نجونو ازار یې هم واخیست او د ټولو ښیراوې ورپسې شوې، بالاخره د انتقام رب النوع دغه ښیراوې قبول کړې او نرکس یې په غم اخته کړ، هغه داسې چې یوه ورځ نرګس غوښته اوبه وڅښي، کله چې چينې ته ورکوز شو خپل مخ یې پکې ولید، ګومان یې وکړ چې کوم بل څوک دی، بس زړه یې پرې بایلود، نرګس په خپل عکس مین شو او په ژوند یې اور ولګید، نرګس د خپلې مینې له امله خواریده او چغې به یې وهلې، خوارې انګۍ به د هغه چغې تکرارولې او نرګس به ویلې کیده، بالاخره د هماغې چینې په غاړه د عشق له غمه مړ شو، د چینې په غاړه یې ګل شین شو چې نرګس نومېږي.)(۵)
د نرګیست او نارسیسیزم بنسټ فروید د همدې اسطورې پر بنسټ اثبات ته ورسوه. له دې نظريې پرته د اودیپ عقده او داسې نورې نظريې یې هم د اسطورو پر مټ ثابتې کړې.

په دې رنځ اخته کس ته ځان له ټولو لوړ ښکاري، نور ورته ناپوه ښکاري، په خپلې ستاینې خوشحالېږي، د القابو علاقمند وي، ټول باید د ده احترام وکړي، خپلې موخې ته ځان رسوي او د خلکو سمې موخې د خپلو ناسمو موخو قرباني کوي، د نورو په ستاینه خفه کېږي، د نورو په پرمختګ خواشینه وي چې کله کله ناسیست ته د سادیزم ستونزه هم پیدا کېږي.

د نرګسیت موضوع په نوې ځوانۍ کې ډېر پیدا کېږي، ډېری ځوانان خپل لباس، ویښتانو، ګرځیدل او د ورځیني ژوند کړه وړو کې تغییرات یو ډول نارسیزم دی خو که چېرې نارسیزم منفي خوا خپله کړي چې په ټولنې کې ځینې سیاسیون او نور په دې رنځ اخته دي او ټولنې ته زیان رسوي. ځینې ماشومانو ته کورنۍ پوره حق نه ورکوي او د ده سره یو ډول عقدې پاتې کېږي چې په راتلونکي ژوند کې په دې رنځ اخته کېږي.

دغه ورانې ستونزه په دوو لاملونو انسانانو کې پیدا کېږي چې یو لامل یې ټولنیز دی او بل یې ژینیټکي دی چې د وراثت نه را پاتې ستونزه کې د انسان خوښه نه وي چې دی دې داسې وراني ستونزه ولري خو په ده باندې جبراً وتپل شي او د جبر او اختیار په ډیالکټیک کې ځینې وخت د انسان خوښه نه وي چې دی دې ناسیست وي خو د ده واک پکې نه وي او په بېلابېلو لاملونو د ده په ژوند کې وي، بېلګه ده:
دا وینا یې ښار ته وکړه:
تاسو وایاست زه به څوک یم؟
زه خو «زه» یم زه «ایګو» یم.
درست نړۍ کې پهلوان یم،
لوی فاتح د ټول جنګونو د جهان یم.(۶)
***
نه یې ځمکې نه اسمان ته التفات کړو،
قهرمان یوازې ځانته پام لرلو.
فقط ځانته یې کتل.
بس راضي له خپله ځانه،
د غرور د تکبر په مسند ناست و، …(۷)
***
راځه چې سره یو ځای شو! راځه چې سره یو ځای شو!
په جلتۍ شوله نژدې د نرګس خواته
چې لاسونه کړي تر غاړې راچاپېره
کبرجن نرګس زر شاته قدم کېښود
ورته یې وویل:
مرګ مې قبول دی، نه ژوندون مې ستا په غېږ کې او نور…(۸)
***
ای شاعره لیونیه!!
انګۍ پرېږده په خپل حال
راشه واوره چې په څه شان د نرګس کبر زوال شو (۹)
په پورته ټولو بېتونو کې د انانیت او غرور موضوع ته نغوته شوې ده. الله تعالی انسان د دې لپاره پیدا کړی دی چې د نورو انسانانو سره همدردي ولري او ځان له داسې کړنو وساتي.
انسان حرام خور او وطن فروش نه وي: د بهاوالدین مجروح پنځونې له سیاست سره هم اړیکه لري او د وخت سیاسي حالاتو اغېزې د ده په لیکنو کې شته. وطن ته زیان اړونکي د ده په وخت کې ډېر و نو ځکه د وطن مور په منظومه کې وايي:
ای د وطن مورې!
په ما ګرانې په زړه پورې!
زار قربان دې له میرو شه
د سپیرو شړو دښتو شه!
خو لعنت دې په بچو شه! (۱۰)
***
ای د وطن مورې!!
نن اختر دی، بختور دی
دا کمیس دې پرون تور و
نن هم تور دی (۱۱)
***
ای د وطن مورې!
ښه دی، ښه دی
چې پرتوګ دې خړ بخن دی
څېرې، څېرې
د هېچا نه پکاریږي
نه خرڅیږي
ځکه ستا بچی ډېر زښته نارینه دي
خرڅوي د مور پرتوګ هم (۱۲)
په پورته بېلګو کې د مور پرتوګ خرڅول او یا لعنت ویل د ډېر درده ویل کېږي. د افغانستان په سلګونو توکي پر پاکستان چا خرڅ کړل؟ وطن ته زیان چا واړاوه؟ په لکونو کسان چا شهیدان، یتیمان او کنډې کړې؟ زموږ په ټولنې کې څومره کسان د حرامو او حلالو توپير کوي؟ په خپل نفس څومره حاکمیت لرو؟ او داسې نورې په لسګونو سوالونو یادونه په همدې یوې منظومې کې شوې ده.
انسانان او په ظلم افتخار کول: په ټولنې کې ډېر داسې انسانان شته چې انساني اعمال یې د انسان په شان نه دي او نه پکې د انسان د نوم معنا پیدا کېږي. ډېر داسې انسانان شته چې په خپلو بدو اعمالو فخر کوي، یا د خپلو ډېرو مرګونو یادونه د دې لپاره کوي چې خلک ورته لوی سړی ووايي. د ټولنې د ارزښتونو په نظر کې نیولو سره خلک همداسې خلکو ته احترام کوي، تېره ورځ مې په کابل کې د یو ظالم انځور ولیده چې اسلحه یې په لاس کې او د ښکاري او خونکار په ډول دی خو خلکو یې انځورونه د موټرو په ښيښو لګوي او په څلور لارو کې یې لوی لوی انځور ځوړند دي او خلک یې په غاړو کې هارونه اچوي نو ځکه اوس هم د انسانیت په ضدو اعمالو ځینې خلک افتخار کوي او همدارنګه په بېلابېلو داسې نومونو ځان یادوي چې د انسانیت سره په ټکر کې دی. د بېلګې په ډول ډېر خلک ځان ته د ظلم کولو په وخت کې د زمري لقب ورکوي، سره له دې چې زمری هغه ظالم حیوان دی چې په خپلو همجسنو تیری کوي او څلور پښې لري خو بیا هم ځینې خلک په ځان د زمري نوم ږدي.
د نړۍ په ادبیاتو کې ډېر داسې کسان شته چې په خپلو ظلمونو یې افتخار کړی دی، چې دا یو نا انساني عمل دی، وايي:
ای د وطن مورې!
ستا بچی څنګه بچی دی؟
انسان نه دی
دی په خپله هم هېڅکله،
ځان ته نه وايي«انسان» یم
کله وايي«ځناور» یم
په څلورو شي روان بیا
«ځناور یم» خو پاچا د ځناورو
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته،
بل په کابل نشته، له ما اتل نشته،
په رښتیا چې ځناور دی
خو پاچا د ځناورو
بې کسانو، بې وزلانو ته شین پړانګ دی
غوښې خوري د کونډو رنډو یتیمانو
ماتوي ورور او تربور خپل (۱۳)
د نړۍ په ټولو ژوندیو موجوداتو کې انسانان انسانانو ته ډېر زیان رسوي. په ټولې نړۍ کې هر کال په لکونو انسانان د انسانانو له لاسه وژل کېږي. د مرګ لپاره ټولې اسلحې انسانان جوړوي. هېڅ حیوان خپل همجنس ته دومره زیان نه رسوي لکه انسان چې یې انسان ته رسوي. زه هم له حیوانه دومره نه ویریږم لکه د انسانه چې ویریږم. ما ته د حیوان په نسبت انسان سل چنده ډېر زیان رسولی دی، یوازې زه نه، بلکې د نړۍ انسان د همداسې برخلیک سره لاس او ګریوان دي. وايي:
دا عجیبه ځناور دی
ځکه هېڅ ځناور داسې کانې نه کا
چې قوي وي خپل خپلوان خوري
خپل همنوعي ناتوان خوري(۱۴)
د دې شعر په پای کې د انسان په اړه خپلې خبرې داسې ختموي:
ای د وطن مورې!
راته ووایه خپل راز اوس!
انسانان خو داسې نه وي
***
ای د وطن مورې!
په ما ګرانې په زړه پورې!
دا بچی که ستا بچی وي
تف لعنت دې په دا هسې زیږیدو شه (۱۵)
انسان له انسانه پیدا کېږي، نو له همدې امله د انسان لپاره انسان کردار درلودل اړین دي، خو کله کله انساني بد اعمال له جینټیک سره اړیکې درلودی شي، چې په داسې مواردو کې د انسان ډېری ستونزې له کورنۍ څخه په میراث پاتې وي خو بیا هم دغه پړه پوهاند صاحب په انسان اچوي.
انسان د انسان دوزخ دی: په ځانځاني ښامار کې د لاتیني ژبې د هغه معقولې مفهوم چې هابز او سارتر یې یادونه کړې ده چې انسان، د انسان دوزخ دی یا انسان، د انسان لیوه دی، یادونه شوې ده. هابز د لاتیني ژبې د(homo homini lupus) (هومو هومینی لوپوس) په لږو ډېر توپیر چې معنا یې ده (انسان، د انسان لیوه دی) د اسیناریا په نمایشنامه کې پلوتس راوړه او هابز ترې ګټه واخیسته. دغه جمله له میلاد مخکې په اسیناریا کې پلوتس چې د روم نمایشنامه لیکوال دی، لیکلې ده. له دې وروسته اراسموس همدې خبرې مفهوم په دې ډول راوړ(انسان د نورو انسانانو په مقابل کې جنت او دوزخ دی). هابز انسان ټولنیز موجود نه ګڼي، دی په دې نظر دی چې انسان د خپل ژوند د بهبود، بقا او ستونزو لپاره له شخصي او فردي ژوند څخه ټولنیز ژوند ته راغی. هابز ویلي چې انسان د قدرت د تر لاسه کولو روږدی دی او چې قدرت تر لاسه نه کړي، تر مرګه به یې دا هڅه وي او هغه جمله چې انسان د انسان لیوه دی په دې معنا ده چې انسان په ټولنیز ژوند کې له نورو انسانانو سره په دې ستونزو کې ښکېل وي چې قدرت ته ورسېږي او په دوی کې هغه کامیابېږي چې قدرت ته رسیدلي وي او یا ډېر قدرت یې تر لاسه کړی وي. د قدرت دغه ولږه ډېره دوامداره نه وي. هابز ویلې: انسان په ټولنیز ژوند کې د انسانانو لپاره جنت او دوزخ ګرځیدی شي چې په لاتین کې یې معنا(homo hominideus)دی. (۱۶)
بهاوالدین مجروح انسان د انسان دوزخ دی موضوع د روانپوهنې له اړخه څېړلې ده. وايي:
که د بل جهان ماران او لړمان دي
روزل شوي په نهاد کې د انسان دي
لاشعور له تروږمو را پورته کېږي
داستانونه افسانې ترېنه جوړيږي (۱۷)
د پورته شعر د لومړي بیت څخه معلومیږي چې انسان د انسان دوزخ دی او همدارنګه د وروستي بیت څخه معلوميږي چې بد انسان هغه معلوله پدیده ده چې د بېلابېلو علتونو پر بنسټ ناسمې کړنې سرته رسوي. د جبر او اختیار په فلسفه کې دا موضوع ګونګه ده چې انساني بدو کړنو کې اختیار د انسان سره دی او که په انسان جبراً تپل کېږي. زما په اند پرمختللیو ټولنو کې اختیار انسان ته ورکړل شوی دی چې څه کوي او په وروسته پاتې ټولنو کې ناسم انساني اعمال د ارثي او محیطي ځانګړنو سره اړیکه لري چې په داسې ځایونو کې په انسان جبراً ځینې بد اعمال تپل کېږي.
جهنم نه چیرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې (۱۸)
***
تر کومه وخته چې دا ځمکه دا اسمان وي
تل د هر انسان دوزخ به بل انسان وي (۱۹)
***
سره له دې هم،
د صحرا له توپانو مې بېره نه وه،
نه تشویش د سمندر لویو څپو نه.
ډارېدم زه،
د خپل زړه په ژور تل کې:
له ښاماره.
له هغه عظیم ښاماره،
چې له دې سمڅې راووځي،
او بیا ځي د دښت په لوري.
بیا نژدې شي کلي ښار ته،
ښکار کوي د انسانانو. (۲۰)
انسانیت او انسانانو ته د زیان رسونې بنسټ د هابیل او قابیل په وسیله پیل شو، د دوی په وسیله لومړنۍ مرګ وشو. بدوي انسانانو عقل او پوهه نه درلوده نو زیان رسونه عادي خبره وه چې کله پوهه پیدا شوه په انسانانو کې زیان رسونه کمه شوه اوس هم پرمختللي ټولنو کې انسانانو ته زیان رسونه کمه ده او په وروسته پاتې هېوادونو کې زیاته ده چې لامل یې پوهې او ناپوهۍ کې دی.
په ځانځاني ښامار کې د نفس مطمینه او نفس اماره جګړه ده، د اهریمن او اهورا، د خیر او شر رواني، داخلي او انساني جګړه ده. په دې اثر کې لاروی دومره له نورو انسانانو څخه نه ويرېږي څومره چې د خپل نفس اماره څخه ویرېږي، لاروي ته د نورو په نسبت خپل «زه» ډېر زیان رسوي.

ماخذونه
۱.سید بهاوالدین مجروح، ځانځاني ښامار: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۲۵مخ.
۲. بهاوالدین مجروح، نا اشنا سندرې: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۹مخ.
۳. پورتنی اثر، ۱۳ـ ۱۵مخونه.
۴. بېلابېل، پښتو پښتو تشریحي قاموس: دویم ټوک، میهن خپرندویه ټولنه، پيښور، ۲۰۱۲م کال، ۸۷۷مخ.
۵.څېړنوال عبدالغفور لېوال، په ادبیاتو کې د اسطورې څېړنه: د افغانستان علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۶ ل کال، ۲۳۲مخ.
۶. سید بهاوالدین مجروح، ځانځاني ښامار: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۸۴مخ.
۷. پورتنی اثر، ۱۲۰مخ.
۸. بهاوالدین مجروح، نا اشنا سندرې: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۲۳مخ.
۹.پورتنی اثر، ۲۴مخ.
۱۰. پورتنی اثر، ۳۱ مخ.
۱۱. پورتنی اثر، ۳۱مخ.
۱۲. پورتنی اثر، ۳۲مخ.
۱۳. پورتنی اثر، ۳۳ـ ۳۴مخونه.
۱۴. پورتنی اثر، ۳۴مخ.
۱۵. پورتنی اثر، ۳۶مخ.
۱۶. پوهنمل سید اصغر هاشمي، د حماسې رواني څېړنه: هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۸ل کال، ۱۳۶مخ.
۱۷. بهاوالدین مجروح، نا اشنا سندرې: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۷۳مخ.
۱۸. سید بهاوالدین مجروح، ځانځاني ښامار: دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ل کال، ۲۲مخ.
۱۹. پورتنی اثر، ۶۷مخ.
۲۰. پورتنی اثر، ۷۵مخ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x