
شعـــــرونه
د اسلام دښمن/ نومير
فدامحمد نومير
څه له خوله دې وازه کړې په تخريب ده
کوم وعده درسره کړې بيا رقيب ده
بيهوده د اسمان ستورو لره غاپي
هسکو ستورو ته غپا دې څه عجيب ده
د لړم په څېر په هر لور زهر پاشې
ستا د زهرو دوا لاس کې د طبيب ده
ټول وجود دې بغض عناد کينې نيولی
هره ويه، کلمه دې بې ترتيب ده
لکه مار هسې تاويږې له خپل خښم
دښمني دې د اسلام سره اسيب ده
د ابيه(۱) سره دې ناسته او خلوت دی
هر خبره دې د چل او د فريب ده
آبو جهل نه و جاهل کار يې د جهل و
کړه وړه ستا هم ابو جهل ته قريب ده
خدای لپاره له کږې لارې په لار سه
د اسلام لاره روښانه په ترتيب ده
د نومير پند نصيحت په غوږو واوره
دا ا نشاء درته ليکلې يو کاتب ده
متحده ايالات ، کلفورنيا
۱- ابيه ( عبدالله بن ابی د مديني د
د منافقينو مشر ).