نړۍ

امنیت شورای: راتلونکی دوشنبه دفلسطین پر غوښتنوباندی غورکوي

الطلب الفلسطيني(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۴)  په ملګروملتونو کی دلبنان هیواد استاځی ښاغلي نواف سلام له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل  دملګروملتونو دامنیت شورای راتلونکي دوشنبه باندي یوه غونډه راغواړي تراڅو دفلسطین هیواد داولسمشر له لوري هغه غوښتنه باندی غوروشي کوم چي تیره ورځ یی دملګروملتونو سرمنشي بان کی مون ته وړاندي کړه.

سلام له خبریالانو سره دخبرو پروخت وویل دفلسطین له لوری وملګروملتونو ته دملګرو ملتونو دغړیتوب غوښتن لیک دامنیت شورای ټولو غړی هیوادونه باندي تقسیم شو، اودراتلونکي دوشنبی  په ورځ  دنیویارک پرسیمیز وخت مازیګردري بجی یی دملګروملتونو دامنیت شورای دغړو هیوادونویوه غونډه راوبلله ترڅو دفلسطین داولسمشر عباس له لوري وړاندی شوی لیک باندی غوروکړي.

دفلسطین اولسمشر محمود عباس تیره ورځ دملګروملتونو وسرمنشي ته دهیواد دغړیتوب غوښتونلیک دوړاندی کولو پرمهال  وغونډي ته یوه ګرمه وینا وکړه، نوموړي دخپلي وینا پرمهال دفلسطیني وګړو پرکړاونواومشکلاتو باندی رڼا واچوله اوپه سیمه کی یی دسولی اواستقرارپه اړه دټولو مذاکراتو دناکامي پړه پراسرئیلو ورواچوله.

نوموړي دخپلو خبرو په ترڅ کي یو وار بیا ددواړو هیوادونو ترمنځ د کال ۱۹۶۷ دپریکړه لیک له مخی دمذاکراتودپیل کولو غوښتنه وکړه. دکال ۱۹۶۷ په پریکړه لیک کی داسرائیلو اوفلسطین ترمنځ پوله ټاکل شوی وه اوهمدارنګه په فلسطینی خواره کی داسرائیلو دابادولو دبندیدو غوښتنه شوی وه.

عباس دملګرو ملتونو له ټولني څخه غوښتنه وکړه ترڅو دنوموړي له لوري وړاندي شوی غوښتن لیک په اړه رایی ورکړي اودفلسطنیانو دهغي غوښتنی مرسته وکړی کوم چی غواړي هیواد یی باید دملګروملتونو دټولنی غړیتوب ولري.

فلسطیني چارواکو خبرورکړی چی تیره ورځ ښاغلی عباس ته دملګروملتونوپه دفترکی دهیواد دغړیتوب غوښتن لیک وړاندی کړ، لیک په یوه لفافه کی نغښتی وو چی ورباندی دفلسطین هیواد شعارلیکل شوی وو، چی وروسته دملګروملتونو سرمنشي بان کی مون لیک پرانیستی ترڅو دغړی هیوادونو استاځوته یی ښکاره کړی.

له بله لوری داسرائیلو لومړي وزیر بنیامین دیو وینا پرمهال وویل په سیمه کي  سوله دداوړهیوادونه دمذاکراتو په ترڅ کي منځ ته راتلای شي نه دملګروملتونودپریکړه لیکونو په واسطه، بنیامین زیاته کړه هیواد یی په منځنی ختیځ کی وټولو هیوادونه ته ددوستي لاس غزه وی په تیره بیا وفلسطینی اولس  ته څوک چی غواړي سیمه کی سوله رامنځ ته شي.

امریکه اواسرائیل دواړه دملګروملتونوته دهیواد دغړیتوب دغوښتونلیک مخالفت کوی او ټینګارکوی  فلسطین کولای شي له اسرائیلو سره په مخامخ خبرو اومذاکراتو  سره خپلی غوښتنی ترلاسه کړه، دوي ورځی مخکی کله چی دفلسطین اولسمشر عباس ټیګاروکړ چی دملګروملتونووټولنی ته به دغړیتوب غوښتن لیک وړاندی کړی، دامریکی اولسمشر اباما وویل کچیری عباس وملګرو ملتونوته دفلسطین هیواد دغړیتوب غوښتن لیک وړاندي کړی هیوادبه یی دغوښتنی دخنثی کولو لپاره دویټو حق استعمال کړي.

اباما دخپلی وینا پروخت وویل فلسطنیان اواسرائیل دی چی ترخپل منځ ځینی مسائیلو باندی لکه پوله، سوله مهاجر اوقدس باندی دخبرو په ترڅ کی کومی پایلي ته رسیدلي شي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x