افغانستان

له پخوانیو چارواکو ترلاسه شوې ۸۶ ملیونه افغانۍ مالیې وزارت ته وسپارل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۰ل): د پخواني رژیم له چارواکو څخه ترلاسه شوې لسګونه ملیونه افغانۍ، ډالر او یوه اندازه سره زر د مالیې وزارت ته لیږدول شوې دي.

د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه نقدي اموال او سره زر د هېواد په څلورو(پنجشیر، خوست، کابل او لوګر) ولایتونو کې د پخواني رژیم له چارواکو ترلاسه شوي او د مالیې وزارت ځانګړي بانکي حساب ته یې انتقال کړي دي.

په خبرپاڼه کې ددغو نقدي مالونو شمېر په لاندې توګه ښودل شوی:

شپږ اتیا ملیونه، یو لک څلور شپېته زره، درې سوه او پنځوس(۸۶،۱۶۴،۳۵۰) افغانۍ

 پنځلس ملیونه، نهه لکه پنځه نوي زره، درې سوه او اووه اویا (۱۵،۹۹۵،۳۷۷) امریکايي ډالر، اووه زره، څلور سوه او پنځوس (۷،۴۵۰) یورو، دیرش زره، درې سوه او پنځوس (۳۰،۳۵۰) هندي کلدارې، درې سوه (۳۰۰) د متحده عربي اماراتو درهم او یوه اندازه سره زر شامل دي.

مرکزي بانک دغه راز څرګنده کړې، چې پورته یاد شوې مبلغ نقدې افغانۍ، بهرني اسعار او سره زره له نیول کېدو سره سم د مرکزي بانک په خزانه کې د امانت په توګه ساتل کېدلې، چې اوس د مالیې وزارت بانکي حساب ته لیږدول شوې دي.

باید وویل شي چې د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته دا څویم ځل دی چې د اسلامي امارت مسئولین په لسګونو ملیونه افغانۍ، امریکايي ډالر او نور بهرني اسعار چې د پخوانیو چارواکو له کورونو او دفترونو څخه یې ترلاسه کوي، په پوره شفافیت سره بیت المال ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx