نظــر

زموږ اړتيا او د رسنيو شکايتونه!

مولوي فاروق غلجی

خبريالان او د رسنيو ټولې ادارې شپه ورځ په دې شکايت سر دي، چې ولې د هرې ښې او بدې پېښې د کتلو او خپرولو اجازه نه ورکول کيږي. دا سمه ده چې موږ خامخا له مختلفو پېښو د خبرېدو تلوسه لرو او دا هم منو چې رسنۍ د ملتونو په ويښولو او توجيه کې انتهايي مهم اغېز لري، خو هر د عقل خاوند بايد موږ سره دا هم ومني؛ چې که خبريالان او رسنۍ د اغيارو له خوا روزل شوې او پالل شوې وي، نو پر ټولنه خورا ناوړه اثرات هم لرلای شي.

تر دې چې زموږ علماء او د ژور فکر څښتنان ګرد سره ډېر ښه پوهيږي چې همدغو رسنيو او خبريالانو د افغان مسلمان ولس په منځ کې څومره زهرجن افکار وپاشل او زموږ د ځوان کهول فکرونه يې تر کومې اندازې تخريب کړل!
بناء پر دې د يو مسلمان ملت په توګه زموږ د هر فرد وجيبه ده، چې د خپلو خلکو تر منځ د مضرو او ناوړه خبرونو د خپرولو مخه ښه په سختۍ سره ونيسي او همدا زموږ د سپېڅلي او لارښود کتاب قرآن مجيد لارښوونه هم ده. زموږ ټول ملت او سرکاري مسؤلين بايد دې ته متوجه وي چې په هېواد کې موجوده اکثره خبريالان او د رسنيو مديران د يو پردي نصاب و کتاب لوستي او فارغين دي، چې د خپلو ديني لارښوونو له پلوه خورا زياتې نيمګړتياوې لري.

دې ته مو هم پام وي، چې اصولاً موږ د رسنيو د بنديز يا د خبريالانو د بې ارزښته کولو غوښتونکي نه یو، بلکې يوازنی مطلب مو دا دی چې رسنۍ په اسلامي ادابو او اخلاقو وروزل شي او پر دې حقيقت باوري کړی شي، چې په اسلام کې يو زور واکي او ظالم واکمن ته حقه وينا کول؛ تر ټولو غوره جهاد دی، خو د دې پر خلاف د ناوړه اوازو، خبرونو او مضامينو خپرول فساد او فتنو ته لمن وهل او دا ډول کسان بالکل فتنه ګر او د قرآن مجيد په اصطلاح مرجفين بلل کيږي.

په دې اساس د اسلامي امارت مسؤلينو ته هم لازمه ده چې د همدغو اصولو د مراعتولو او تطبيق لپاره د خبريالانو د روزنې لپاره يو نوي درس او تدريب انتظام ونيسي.

همداراز په دې لړ کې يوه بله مهمه خبره دا ده چې د يو معتبر او باوري، ملي او کورني اژانس يا اطلاعاتي مرکز د جوړولو تابيا ونيول شي. څو په هر ډول پېښو او حالاتو کې همدغه مرکز د ټولو بهرنيو او کورنيو رسنيو لپاره د يوازنۍ رسمي مرجع حيثيت ولري.
خو دا هم ياد ساتل په کار دي چې بايد ټول رسمي اشخاص او مقامات تر بل هر چا ړومبی همدې خپل کورني او رسمي اژانس ته اړوند خبرونه وسپاري او د خپرېدو وړ مواد هيڅکله ترې ونه سپموي. اوس متأسفانه زموږ خپل سايټونه له پرديو راډيوګانو خبرونه را اخلي.
نو که دغه تګلاره عملي شي، يقيناً چې ښې پايلې به ولري. معنی دا چې د ګډو وډو او متضادو خبرونو مخنيوی به هم وشي او د بهرنيو رسنيو د غرضي رپوټونو محدوديت به هم راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx