نظــر

راځئ اقتصادي خپلواکي هم تر لاسه کړو!

س. سعيد “غلجی”

په دې کې شک نشته، چې د ځمکني اشغال په صورت کې هيڅ ډول خپلواکي هم نه شي تر لاسه کېدلای. خو دا چې د الله تعالی په ځانګړي فضل؛ له دوه لسيزو قربانيو او تکليفونو ګاللو وروسته، بالآخره هېواد مو په بشپړه توګه د بهرنيو له تسلطه آزاد او دغه پاکه خاوره د يرغلګرو له ناوليو قدمونو پاکه شوه، اوس نو موږ ته لازمه ده چې اقتصادي خپلواکي هم تر لاسه کړو، پر ځان بسيا شو او خپله ډوډۍ، له خپلې خاورې تر لاسه کړو!

د خوراکي توکو په لړ کې «غنم» تر ټولو زيات او مهم اساسي توکی دی. کوم هېواد چې خپل غنم و نه لري، هغه به تل تر تله نورو ته محتاج وي. البته احتياج خو په ډېرو چارو کې شته، مګر د نورو ټولو اړتياؤ په نسبت، د غنمو اړتيا او ضرورت ډېر زيات دی.

مثلاً؛ که کوم هېواد کې د الوګانو، ټماټرو، پيازو، لوبيا، وريځو او نورو توکو قحطي راشي او نرخونه يې لوړ شي، نو يو څه مشکل به جوړ کړي، خو بشري ناورين نه رامنځ ته کيږي. مګر که په کوم هېواد کې غنم نه وي او د اوړو قحطي راشي، نو هلته يو ستر بحران رامنځ ته کيږي.
خو که څوک دا فکر کوي، چې نورې غلې دانې، سبزي او مېوې به کرو، هغه به خرڅوو او غنم به اخلو، ځکه چې په نورو کښتونو کې ګټه دېره ده، دا نو ډېر خام فکر دی. ځکه چې په وارداتي برخه کې ډول ډول مشکلات پېښېدای شي، مثلاً که له اړوند هېواد سره سياسي مشکلات رامنځ ته شي، نو سمدستي به اوړه راباندې بند يا به يې نرخونه لوړ کړي، يا که په لارو کې نورې څه تخنيکي ستونزې رامنځ ته شي، نو دلته به د اوړو لوی بحران سره مخ کېږو. بيا به نو په لس بوجۍ بادرنګو، الوګانو او پيازو يوه بوجۍ اوړه نه شو اخيستلای!

دا چې موږ کمزوري يو، نو اکثره وخت د ګاونډيانو له خوا لارې بندې وي، سبزي نه شو خرڅولای، په شپو شپو موټرې بار ولاړې وي او ټوله سبزي او مېوې پکې خرابې شي او له همدې امله من شل، ديرش افغانيو ته راټيت شي، بيا نو چې دهقان بې چاره حساب وکړي، خپل سر يې هم نه وي ګټلی. خو که غنم وکرل شي، نو نه د غنم دانه خرابيږي او نه يې بوس.

معقوله دا ده چې موږ بايد د خپل لګښت په اندازه غنم وکرو، کله مو چې غنم پوره شول؛ تر هغه وروسته بيا چې هر څه کې مو زياته ګټه وي، هغه به کرو.

کله چې زموږ غنم خپل وي او له وارداتي غنمو يو مخ خلاص شو، نو بيا به د دوو زرو پر ځای بوجۍ په زر، دولس سوه اخلو، ان شاء الله…!
لنډه دا چې هر افغان بايد د خپل هېواد د پرمختګ او پر ځان بسياينې لپاره تر خپله وسه کار وکړي. دا هم د هېواد خدمت دی چې خپل يو جريب، دوه جريبه ځای کې غنم وکرې او خپله غله له خپل پټي تر لاسه کړې.

د لويو مزرعو او کروندو والا بايد د غنمو راروان سيزن کې مکمل غنم وکري، حکومت بايد د غنمو کرلو لپاره پراخ کمپاينونه وکړي، له کروندګرو سره دې مرستې وکړي، ښه تخم دې ورکړي، ميلونه او ژرندې دې جوړې کړي او خلک دې تشويق کړي چې د نورو سبزيو پر ځای غنمو ته اولويت ورکړي.

که راروان فصل ته ټول کروندګر سوچه غنم وکري، نو راتلونکی کال به ټول هېوادوال په خېټه ماړه او کندوان به يې ډک وي، خو که همداسې ويده پاتې شولو او غفلت مو وکړ، نو په سل منه ټماټرو او پيازو به يوه بوجۍ اوړه نه شو اخيستلای.

تېرو شلو کلونو کې موږ د زراعت په برخه کې د ګټې پر ځای تاوان کړی، ځکه چې د غنمو کښت کم شو، اوس د افغانستان غله اتيا – پنځه اتيا سلنه وارداتي ده، دلته د غنمو پر ځای د ينجې، زعفران، سبزيو، مېوو او نورو غير ضروري توکو د کرلو لپاره تبليغات کېدل.

اوس چې الحمدلله يرغلګر او د هغوی بړيڅي ورک شول، نوی نظام او ټول کروندګر بايد په دې اړه جدي ګامونه واخلي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

علم پر دوه قسمه دۍ : ۱.دینی علم :چه په اسلام کی له قرآنکریم څخه حاصلیږی چه په وحوپرحضرت محمد ص نازل سوۍ دۍ چه دقرآنکریم داحکاموبغیر بل هیڅ هدایت دمنلونه دۍ ،اودرسول الله ص احادیث لکه دوی آمنت با للهی اوشپږکلیمی اونورهدایات چه دقرآنکریم سره به نه وی مخالفی . ۲. عقلی علوم چه له تجربوحاصل سوی دی دغه تجربی هرعالم پرخپل نامه لیکلی دی چادسیاست په باره کی لیکلی دی چادساینس اوتکنالوجۍ په باره کی لیکلی دی چه په مکتبواوپاکلتوکی یی زده کوونکی زده کوی چه هرعلم ځانته عالمان لری چه زده نسی څوک یی دځانه نسی کولای.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx