
ملغلره غوندي
اوښكه دي بيا ده ملغلره غوندي
قيمت بهاده ملغلره غوندي
اې د غزې مظلوم معصوم زړګيه !
شهادت ستاده ملغلره غوندي
دقرباني دپاكو وينو قطره
سم په رښتياده ملغلره غوندي
مظلومه ! هر ګړى الله ننګوه
دغه دعا ده ملغلره غوندي
كوي زلمى يې د سنګر بازاركي
د سر سو داده ملغلره غوندي
په ټول جهان كي اسلامي دنياګى
تكي تنها ده ملغلره غوندي
ته يې دهر مؤمن نصيب كړې ربه !
حقه وينا ده ملغلره غوندي
الهام لټون پسې كوم تر عمره
دخداى رضا ده ملغلره غوندي
2014/07/30
كوچنى اختر
سيدالهام