نظــر

د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال له ختم نه درسونه او پندونه‌/ اخري برخه

د، ب، هيښ

۵- بهرني استعمارګرانو او لوټمارانو ته درس:
د افغانستان د تېر تاريخ، شل کلن اشغال او د هغې په مقابل کې د افغان ولس اعجاز امیزه مبارزې نه بايد همسايه هېوادونه، د منطقې او جهان قدرتونه دا درس او زدکړه وکړي چې افغان ولس هېڅکله د پرديو مداخله ( مستقيمه او غير مستقيمه )، واک او باداري نه منلې ده، نه يې مني او نه به يې ومني.

ازادي او خپلواکي ددې ولس په بدن کې د روح په شان ده، چې په فقدان کې يې ژوند کول ناممکن دي. فقر، لوږه، ناروغي او د ژوند نورو سهولتونو ته نه لاسرسی زغمي، خو د اسارت په طلايي قفس کې ژوند کول ورته عذاب او تدريجي مرګ دی.

د خپل ازاد او خپلواک ژوند کولو لپاره نه زور مني، نه تزوير، رشوت ، تطميع او مادي امتيازات.
ازادي او خپلواکي ددې ملت طبيعت او مزاج دی، چې په هېڅ قیمت یې له لاسه ورکولو ته حاضر نه دي او د افغانستان تاريخ او وروستيو شل کلنو مبارزو یې دا ثابته او مستنده کړې ده، چې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې دومره فداکاري او قرباني ورکړې ده چې مثال يې په جهان کې نشته او په اينده کې هم په همدې اصل ژوند کول غواړي.

نو د افغانستان د جغرافيې نه بهر همسايه او لرې ملکونه که غواړي چې نه يې اولادونه دلته مړه شي ، نه يې پيسې خاورې شي، نه يې حيثيت او ابرو له منځه ولاړه شي او نه يې شرمناکه ناکامي په برخه شي، نور بايد د افغانستان په داخلي امورو کې د مداخلو او تجاوزونو نه لاس واخلي او خپلې استعماري، استثماري او مغرضانه لاسوهنې او شيطانتونه بند کړي. په افغانستان د تجاوزګرو، اشغالګرو قدرتونو کيسې، برخليکونه او ناکامه عواقب دقيق مطالعه کړي او داسې عمل په اينده کې ونه کړي، چې بې له پښېمانۍ او تاوان بله ثمره نه ترې حاصليږي.

د افغانستان سره په مدني او انساني اصولو برابر (يو د بل په داخلي امورو کې نه مداخله، متقابل احترام، پارټنرشيپ او په علمي، تخنيکي، تکنالوژيکي، تحقيقي، اقتصادي، تجارتي، کلتوري برخو کې سازنده او خلاقه تلاشونه او همکاري) سلوک وکړي، چې په نتيجه کې به د ټولو لپاره د ګټې او خير سبب شي او د جنګونو، وينې توېيدلو، نفرت، دښمنيو او ويرانيو ځای به سوله، دوستي، همکاري، ابادي او رفاه ونيسي.

۶- د ا.ا.ا مشرانو، کشرانو، خواخوږو او حمايت کوونکو ته درس:
سياسي واک، ساتنه او چلونه يې د ملت له لوري ماموريت او يو امانت دی. دا ماموريت او امانت د الله پاک لورينه او د ملت د کامل ملاتړ او اعتماد له کبله تاسو ته د خپل صداقت، قربانۍ او ديني، ملي ارزښتونو ته د عملي وفادارۍ او تعهد په ښودلو در کړل شوي دي او لايق یې ګڼل شوي یاستئ. ددې امانت او ماموريت ساتنه، پالنه او په عمل کې د ولس خدمت کول به ستاسو ننی حيثيت او مقام نور هم قابل د تائيد، تحسين او غښتلتيا سبب شي.

الله پاک د يوه امتحان نه چې د اشغال ختمول او د شر-فساد له منځه وړل وو کامياب را وايستلی، ځکه ستاسو مبارزه او جهاد په اخلاص او صداقت وو، خو ددې برياليتوب د هضمولو او د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ولس خدمت کولو او د هغوی د ستونزو د حل کولو په بل امتحان کې يې اچولي یاستئ، چې که خدای ناخواسته په دې ازموينه کې خپل مسؤليت په کاميابۍ ادا نه کړئ، ددې اوسنۍ لويې فتحې نتايج به هم صفر شي.

تاسو چې د وطن د ازادۍ-خپلواکۍ د بيا حاصلولو او ديني-ملي ارزښتونو د دفاع په شل کلنه موده کې کوم اخلاص او وړتيا د افغانستان او جهان په تاريخ کې ثبت کړې ده، دوستان خو څه کوې حتی دښمنان مو هم پرې اقرار کوي او په کې شک او شبهه ځای نه لري. دا عظيمه فتح او تاريخي بريا لکه مخکې مو چې وويل فقط د رب العالمين نصرت، د افغان ولس قاطع ملاتړ او د طالبانو کرامو ديني، ملي اجنډا او هغې ته په ايماندارۍ او اخلاص ژمن پاته کېدل او د خپلو سرونو په قربانۍ ترې دفاع وه.

همدا درې اصله‌ ( د الله پاک نصرت، د افغان ولس حمايت او د طالبانو ديني -ملي اجنډا ) په نظر کې نيول او ورته وفادار پاته کېدل به زموږ ولس او وطن ته( چې تاسو يې جز او برخه یاستئ) په حاضر او راتلونکو کې په ټولو ستونزو ( سياسي، ټولنيزو، اقتصادي، کلتوري-امنيتي) باندې د بريالي کېدو تضمين وکړي.

بنأء خپل عمل، حرکات او اقدامات بايد داسې تنظيم شي چې هدف په کې د رب العالمين رضايت، د افغان ولس خدمت او د ټولنيز عدالت استوارول وي.
که په دې خط او هدف حرکت وشي، ان شاء الله افغانستان ولس به د همېش د پاره د تېرو ترخو او زړه بوږنوونکو مصيبت باره حوادثو د پېښېدو نه نجات پيدا کړي او بيا به نه تکراريږي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx