افغانستان

د اشرف غني ساتونکی: داسې ویډیویي ثبوت لرم چې پخواني ولسمشر ملیونونه ډالر غلا کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۰ل): د اشرف غني یو پخواني ساتونکي د داسې یوې ویډیو په لاس کې د لرلو ادعا کړې په کوم چې اشرف غني په ملیونو ډالر غلا کوي.

که څه هم پخوانی ولسمشر اشرف غني هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې نوموړي له هېواد څخه ۱۶۹ ملیونه ډالره تښتولي؛ خو د هغه ځانګړی ساتونکی بیا نوموړی یو ډارن او درواغجن سیاستوال بولي.

د جنرال عطا شریفي په نوم د اشرف غني پخواني ساتونکي ډیلي میل ورځپاڼې ته داسې ویلي: « نه یوازې داچې د افغانستان له مرکزي بانک څخه مې د ډالرو لویې کڅوړې په داسې حال کې لیدلي چې د اشرف غني حرمسرای ته انتقالیدلې، بلکې د ثبوت لپاره ویډیو هم په لاس کې لرم.»

جنرال شریفي چې له افغانستانه د اشرف غني د تېښتې په وروستیو ساعتونو کې د دفاع وزارت مقر ته ددې لپاره تللی ؤ، ترڅو هلته د پخواني ولسمشر فیزیکي امنیت ونیسي؛ خو د نوموړي د ادعا له مخې چې هغه هلته پاتې کړل شوی او اشرف غني له خپلو یو شمېر خاصو افرادو او د ډالرو له بکسونو سره تښتېدلی دی.

هغه وايي:« په دفاع وزارت کې زما دنده د ولسمشر له راتګ نه مخکې د وزارت د محافظینو بې وسلې کول ؤ، مونږ هلته منتظر وو؛ خو وروسته مې د تیلیفون له لارې خبر ترلاسه کړ، چې اشرف غني ددفاع وزارت پرځای هوايي ډګر ته تللی. دفاع وزیر بسم الله محمدي، زما مسئول قومندان او د غني نږدې ساتونکي او ټول ملګري په خپل نوبت سره تښتېدلي وو.

جنرال شریفي چې اوس په افغانستان کې پټ دی له خپل پټنځي څخه ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، دا آوازې ناسمې دي چې ګواکې د اشرف غنی د ګارډ ۳۰۰ میله وسله زما سره ده، بلکې وايي، چې د خپل ځان د ساتنې لپاره یو میل وسله لري.

هغه ټینګار کوي چې د اشرف غني لخوا د ملیونونو ډالرو د غلا ویډیو په لاس کې لري او کله چې دی خوندي ځای ته ورسیږي هغه ویډیو به رسنیزه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ارګ ته نږدې سرچینو د اشرف غني لخوا له افغانستانه د تېښتې پرمهال د ۱۶۹ ملیون ډالرو د غلا خبر ورکړی وو.

د افغانستان پخوانی ولسمشر د روان کال اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه په داسې مهال له خپلو یو شمېر ساتونکو او څلورو زرې موټرو کې بار ډالرو سره یوځای له افغانستان څخه وتښتېده، چې طالب جنګیالي لا د کابل په دروازو کې د خپلو مشرانو اوامرو ته منتظر وو.

د اشرف غني له تېښتې او کابل ښار کې د هرج او مرج پېښو له زیاتېدو سره همهاله د اسلامي امارت مشرانو خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې کابل ښار ته ننوزي او د ښاریانو امنیت ټینګ کړي، چې ورسره سم په ټول افغانستان باندې د اسلامي امارت واکمني ټینګه شوه.

د حقوقي چارو پوهان وايي، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني لخوا د پیسو د غلا قضیه د اختلاس جرم بلل کیږي او تر ثابتېدو وروسته باید مجرم د غلا شوو پیسو دوه برابره بیرته بیت المال ته وسپاري.

او همدارنګه د محکمې په حکم مجرم د انټرپول پولیسو لخوا بیرته هېواد ته راوړل کیږي او په بند محکومیږي.

د حقوقوي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس داسې وايي: «دا جرم اختلاس دی اختلاس د افغانستان په قوانینو کې صراحت لري دا چې کله څوک متهم شي او بلاخره محکمه حکم وکړي چې په رښتیا هم دا پیسې دې سړي وړي وي نو هغه مجبوره دی چې هغه پیسې دوه چنده راوړي، یعنې هم هغه پیسې چې وړې یې وي او هم په هغه اندازه نورې، چې دوه چنده کیږي.»

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ به مجرم په جزا هم محکوم کیږي چې د افغانستان د قوانینو له مخې ددې جرم سزا حبس دی.

د اشرف غني له لوري د پیسو د غلا په تړاو دا خبرونه داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې سیګار هم ویلي ؤ، چې د غني لخوا د پیسو د غلا په تړاو پلټنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x