افغانستان

افغان حکومت: ځينې کسان لويديځو هېوادونو کې د پناه اخيستو لپاره جعلي اخطار ليکونه جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت هغه اخطار ليکونه رد کړي، چې ځينې کسان يې د خپلو پناه غوښتو لپاره په لويديځو هېوادونو کې وړانډې کوي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د اسلامي امارت استخباراتو ته منسوب د يوه اخطار ليک انځور ښکته پورته کيږي، چې د جنرال پروېز شريفي په نوم يو ليک خپور شوی، چې نوموړی په تېرو وختونو کې د پخواني ولسمشر ساتونکی و او ډېرې دولتي وسلې يې هم پټې کړي دي.

په ليک کې ادعا شوې، چې جنرال شريفي طالبانو ته مطلوب دی او که هر چا يې په اړه معلومات تر لاسه کړل، بايد اسلامي امارت ته يې ورکړي.

د افغان حکومت يوه مسؤول نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال ياد شوی او دېته ورته نور اخطار ليکونه جعلي بللي او رد کړي يې دي.

ځينې کسان په تور بازار کې لويديځ ته د تېښتې او هلته د پناه اخيستو په موخه جعلي اخطار ليکونه جوړوي او بيا د همدې ليکونو له لارې په لويديځ کې د پناه اخيستو هڅې کوي.

څو ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو یوې سرچينې له نن ټکی اسيا سره د يوه اخطار ليک نمونه شريکه کړې وه، چې ګڼې تخنيکي ستونزې ستونزې يې درلودې او د ملګرو ملتونو ياد چارواکي هم ومنله، چې ياد اخطار ليک جعلي دی.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فتحې پر مهال او تر هغه وروسته هم د افغانستان اسلامي امارت ټولو حکومتي چارواکو، ملي اردو، پوليسو،د ملي امنيت مسؤولينو، د پارلمان غړو او ټولو مخالفو سياستوالو ته د عمومي عفوې اعلان کړی و او دلته له راتلو وروسته يې هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او سلګونو نورو چارواکو سره انفرادي او اجتماعي ناستې کړي او تر اوسه داسې کومه ستره پېښه نه ده شوې، چې له پخوانيو چارواکو څخه دې غچ اخيستل شوی وي.

د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين وخت پر وخت وايي، چې دلته د لوړپوړو پخوانيو چارواکو ژوند او ګزاره کيږي، نو د عادي خبريالانو او ټيټپوړو چارواکو خو په ډېره اسانه کيږي، خو ځينې کسان هڅه کوي، چې په هره طريقه وي، په بهرنيو هېوادونو کې پناه واخلي او د دې لپاره جعلي اخطار ليکونه هم جوړوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیزالرحمن

خوشحاله یم ستاسو مشترک یم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x