افغانستان

افغان او امریکايي استازو د ديپلوماتیکو اړیکو په عادي کولو خبرې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د قطر پلازمینه دوحه کې افغان او امریکايي استازو د دوه ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې هوکړه کړې، چې د دیپلوماتیکو د ښه کولو لپاره به خبرو ته دوام ورکوي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي کې راغلي، چې دغه مذاکرات په ښه ډول ترسره شوي او دواړو غاړو په اړونده سیاسي او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د مذاکراتو په جریان کې د افغانستان د اسلامي امارت استازو د روانو ستونزو حل لپاره د دوحې تړون پلي کول غوره لار بللې او په امریکايي لوري یې غږ کړی چې له بشري مرستو څخه باید سیاسي استفاده ونه کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس امریکایي استازو هم ژمنه کړې، چې افغانستان سره به بشري مرستې کوي او د نورو خیریه مؤسسو د بشري مرستو رسولو کې به هم همکاري کوي.

د اسلامي امارت استازو د امریکا د بشري مرستو هرکلی کړی او ددغو مرستو په شفاف ویش یې د ټینګار ترڅنګ بهرنیو خیریه وګړو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو ټټر ډبولی.

د خبرپاڼې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو مذاکراتو په اړونده موضوعاتو په څرګندو ټکو خبرې وشوې او دارنګه مجلسونه د تفاهم لپاره ښه چانس وبلل شو، چې د اړتیا په صورت کې به دوام ورکول کیږي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت راهیسې دا لومړی دور مذاکرات دي چې د افغان او امریکايي استازو ترمنځ ترسره کیږي او په ترڅ کې یې دواړه لوري په اړونده موضوعاتو ګډې خبرې کوي.

باید وویل شي چې د جمعې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته ورسېده او هلته یې له امریکایي لوري دوه ورځني مذاکرات ترسره کړل، چې ډیری افغانان ددې سفر مثبتو پایلو ته سترګې په لار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

تر څو چې مخامخ له امریکایانو سره زمونږ ستونزې حل نه شي له نورو هېوادونو څخه د خیر تمه بېځایه ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx