افغانستان

امريکا: له طالبانو سره مو پر امنيت، بشري حقونو او نورو اړينو مسائلو ګټورې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونه وايي، له طالبانو سره يې د امنيت، ترهګرۍ، بشري حقونو او ورته نورو اړينو مسائلو په اړه ګټورې خبرې کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت او د امريکا متحده ایالتونو د چارواکو ترمنځ د قطر پلازمېنې دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان له چارواکو سره د امنيت، بشري حقونو او نورو اړينو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، دا ګټورې، سپينې او مسلکي خبرې وې او په ښه توګه ترسره شوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، له امريکايي چارواکو سره پر سياسي، اقتصادي او ګڼو نورو اساسي موضوعاتو ګټورې خبرې شوي دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو امريکايي استازو ته ويلي، د دوحې تړون بايد په بشپړه توګه عملي شي او بشري مرستې بايد د سياسي ګټو او فشارونو لپاره ونه کارول شي.

اعلاميه زياتوي، چې د اسلامي امارت مسؤولينو امريکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د بشري مرستندويه او خیريه مؤسسو د کار کوونکو امنيت خوندي کول د دوی لومړيتوب دی.

د خبرپاڼې له مخې امريکايي او افغان چارواکو دغه ناسته ګټوره بللې او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې دا ډول ناستې به د اړتيا په صورت کې بيا هم ترسره کيږي.

د تېر اګسټ په پنځلسمه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل په شمول د ټول افغانستان واګې تر لاسه کړي، دا لومړی ځل دی، چې امريکايي او افغان چارواکي مخامخ له يوه بل سره ناسته کوي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي ويلي و، چې له امريکايي لوري سره يې پر سياسي، اقتصادي، امنيتي، روغتيايي او ګڼو نورو موضوعاتو ګټورې خبرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx