ورزش

نړيوال جام کې د ګټونکو لوبډلو لپاره څومره جايزه ورکول کيږي؟

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړيوالې شورا په راتلونکي شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوونکو لپاره جايزې اعلان کړې، چې له مخې به يې ۵.۶ مليونه ډالر ټول په جايزه کې ورکول کيږي.

د کرکټ شل اوريز نړيوال جام لومړی پړاو د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۴مې په عمان او عربي اماراتو کې پېليږي، چې د سريلانکا او بنګلاديش په ګډون په کې ۸ لوبډلې ګډون کوي.

د نړيوالې شورا د اعلاميې له مخې به د سږکال نړيوال جام ګټونکې لوبډله ۱.۶ مليونه ډالر ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې رنر اپ يا پايلوبه بايلونکې لوبډله به ۸۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي‌.

دغه راز په نيمه پايلوبه کې دوه بايلونکې لوبډلې به هره يوه ۴۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي، خو په دوهم پړاو يا سوپر ۱۲ پړاو لوبو کې ګټونکې لوبډلې ته ۷۰ زره ډالر ورکول کيږي.

په لومړي پړاو کې به هرې ګټونکې لوبډلې ته ۴۰ زره ډالر ورکړل کيږي.

ددې سربېره د کرکټ نړيوالې شورا په بله پريکړه کې به د لوبې پرمهال لوبډلې ته د ۲:۳۰ دقيقو دمې وخت ورکول کيږي، چېرته به چې روزونکی کولی شي د لوبغاړو سره مشورې شريکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x