
جان کیري د عبدالله او اشرف غني د هوکړې په اړه مالومات ورکړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د هغې هوکړې په اړه چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ شوې وه په اړه یې رسنیو ته مالومات ورکړي.
په کابل کې د امریکا سفارت د جان کیري یوه لیکنه رسنیو ته لېږلې.
ښاغلي کیري ویلي چې د دواړو نوماندانو تر منځ په دې هوکړه نه ده شوې چې د افغانستان برحاله نظام بدل او پارلماني نظام رامنځته ته کړي.
هغه زیاته کړې چې د نوماندانو تر منځ په دې هوکړه شوې چې په دولت کې د اجراییوي رییس بست به رامنځته شي چې د ولسمشر لاندې به کار کوي.
د کیري په وینا وروسته به د ولسمشر لخوا لویه جرګه راوغوښتل شي څو ددغه بست په اړه پریکړه وکړي چې دایمي شتون یې د افغانستان په ګټه دی کنه.
ډاکتر عبدالله تر هغې وروسته د ټاکنو د کمېسیون سره اړیکې پرې کړې چې په وینا یې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي، نوموړي د خپل سیال بریا ونه منله او د موازي حکومت جوړونې ګواښ یې وکړ.
جان کیري ددغو لانجو د حل کولو لپاره کابل ته راغی او دواړو نوماندانو باندې یې خپلې پریکړې ومنلې.
کیري له اوږدو خبرو وروسته دواړو نوماندانو باندې هوکړه لاسلیک کړه چې د نورو خبرو سربېره یوه یې هم د ټولو رایو بیا ارزونه وه.
شننونکي وايي چې رییس جمهور د جان کیري لخوا ټاکل شوی او د رایو بیا ارزونه هسې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي.
کیري په دغه لیکنه کې لیکلي چې د دواړه نوماندان به ګډ حکومت جوړوي او د افغانستان ټول قومونو به په کې برخه اخلي.
ده زیاته کړې چې دواړه نوماندان باید د شخصي ګټو پر ځای دې د افغانستان ګټو ته ژمن پاتې شي.
کیري په وینا د سیاست وخت پای ته رسېدلی او اوس د همکارۍ وخت دی.