
ولې په افغانستان کې اوړه کم او قیمته دي؟
استاد عبدالجبار وحدت
په ټولنیزو علومو کې زموږ مسلک اقتصاد دی، د بحث محوري موضوع مو هم د ولس د اقتصادي غوښتنو انعکاس باید و اوسي.
د اوړو کمښت او د بیو لوړوالي اړوند باید د کرهڼې له وزارت څخه وپوښتل شي.
د دوی دنده څه وه؟ موثریت یې څه و؟ او د دندو لایحه یې څه وه؟
دا دومره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې څه شوې؟
ولې دوی د غنمو د ترویج لپاره کار ونکړ؟
ولې یې حد اقل په دې برخه کې د خودکفایي فکر و نه کړ؟
زه نه پوهېږم چې دا څومره موثر فکر دی چې د غنمو پر ځای دې زعفران او ینجي وکرل شي.
حل لاره دا ده که په را روان کال کې زموږ کروندګر د نورو اضافي زراعتي بوټو پر ځای غنمو ته لومړیتوب ورکړي، ممکن ټول هېوادوال مو په نس ماړه کړي، حد اقل په دې برخه کې خو به خودکفا شو او د دې برخې پولي تادیات به مو له بهر څخه سپمولي وي.
شرم دی تر 85% پورې ځوانه انرژي مو د کرهڼې په سکتور کې بوخته ده، مګر بیا هم تر 90% سلنه پورې غله مو وارداتي ده.
په هره موضوع کې سوداګر او ګاونډي مه ملامتوئ.
او که په دې کې هم د پردیو لاس وي،نو بیا د شنه چای پیاله قصداً په لغته ووهئ او د ګاونډیو کار یې وبولئ.
سړی سخت خفه شي.
درنښت
وحدت صیب سلامونه: تاسو د حل لاره نده لیکلی خو ښی مساُلی ته مو اشاره کړی ده. زه به یو څو ټکی اضافه کړم. پدی کی هم د لندغرو او مافیا لاس وه د مثال په توګه: د پاکستان څخه د اړو مافیا د حاچی قدیر ځوی وه چی د اړو باراز یی تر خپل کنترول لاندی نیولی وه. بیا د شمال سمت نور لندغر. په اقتصاد کی یوه اصطلاح ده Dumping Policy چی څنګه د بازار کیفیت او قمیت په خپل لاس کی ونیسی. ژوندی مثال یی: نن سبا پاکستانی چرګان او هګی په درز سره افغانستان ته را… نور لوستل »
دلیکونکی نظر په زراعتی سیکتور کی په ځای دی. خو اقتصاد صرف په یوه سیکتور ولاړ نوی. افغانستان داساسی قانون په ملاتړ دخصوصی سیکتور په سر ولاړ بلل سوی. خصوصی سیکتور ته داسی توجه سوی چه دولتی سیکتور یی ضعیفه کړی او دوطن چاری یی دلیوانو په خوله کی اچولی. اوسنی خیالی اقتصادی بحران هم ددی سبب څخه را ټوکیدلی دی. خصوصی سیکتور یعنی تجاران او صنعتکاران او نور. دا خلک په مصنوعی ډول بحران جوړوی او بیا له هغه سوء استفاده کوی. طالبان باید له چینایی متخصیصونو نه ددی په هکله استفاده وکړی چه هغوی څنګه هم دولتی او… نور لوستل »