نظــر

اسلامي حكومت د علامه سيد جمال الدين افغاني له نظره

د «سيد جمال الدين افغاني اند او ژوند» له کتاب څخه
د عبدالمالک همت ژباړه

علامه سيد جمال الدينافغاني رحمة الله عليه په خپلو ليكنو كي د حكومت په هكله خپله نظريه هم په ښه توګه څرګنده كړې ده. د هغه دا نظر دى چي: “اسلام د خپل حكومت په نظام كي د واكمني ډلي لپاره كوم توكوميز او ټبريز غوره والى، پږنى ځواك (جسماني قوت) د شمېر ډېرښت، د شتو درلودل، كورنى وياړ او وراثت نه مني، بلكي له دې ټولو څخه تېرېږي او د احكامو د پلي كېدو او نياو (عدالت) د سر ته رسولو واك داسي وګړو ته سپاري چي د اسلام له قانون څخه په بشپړه توګه خبر وي. د هغه په څنګه والي پوه وي او ژوند يي ګردسره د اسلامي قانون منل وي او په خپله پوهه او كړنه د احكامو د پلي كولو او په روا چاپېريال كي د هر چا د لګيا كولو واك او وړتيا ولري او د دې سره سره د ولس خوښي هم تر لاسه كړي”.

“د دې معنا دا ده چي مسلمان د كوم چا يا ډلي تر لاس لا ندي نه دى، بلكي په حقيقت كي د څښتن تعالْی د سپېڅلي قانون په منلو چي توكم او جنس ته نه ګوري او د ولس د خوښي په پام كي نيولو او امير بېله دې چي دى تر ټولو زيات قانون و مني او د ننګي په چارو كي تر ټولو وړاندي وي پر عام ولس كوم لوړوالى نه لري”.

“شارع (لوی څښتن او د هغه پېغمبرصلی الله عليه وسلم) د حقوقو په خوندي كولو، د شتو او ځانو په ساتلو او د پت او عزت په خوندي كولو كي د انسابو له مخي تر لاسه سوى وياړ او د كورنۍ څخه پيدا سوى كوم غوره والى هيڅ په پام کي نه دى نيولى او د شريعت له يوازنۍ اړيكي پرته يې نوري ټولي اړيكي شلولي او داسي وګړي يې غندلي دي چي د شريعت له خوا غوڅي سوي اړيكي په پام كي نيسي.

په اسلامي ټولنه كي درناوى او مخورتيا د هغو وړ ده چي تر ټولو زيات نېك چاري (پرهېز ګاره) وي او نېك چاري دا ده چي د شريعت متابعت وكړي. د دغو ښوونو او د ژوندانه د دغه نظام اغېزه وه چي په بېلو بېلو مهالونو او بېلا بېلو هيوادونو كي داسي وګړي د مسلمانانو مشران او سرغندويان سول چي پر شاوو يې د برم او لوى والي كوم تاريخ نه وو ليكلى. بلكي ډېر لږ غوره توب هم له خپلو پلرونو څخه په ميراث نه وو ور پاته سوى. تش د شريعت منل او د دين په ننګه كي سر ښندنه وه چي دوى يې د سرغنه توب او لارښووني لوري ته بوتله او د حكومت پر ګدۍ يې كښېنول”.

“د اسلام تاريخ موږ ته وايي چي مسلمانانو په حكومتونو كي اوښتون (انقلاب) هيڅكله بد نه دى بللى. تر څو چي د هغو واكمنان پر شريعت سم روان وي دوى ته ښايي چي په ډېره خوښي د هغو اېل (مطيع) وي په دې سرو نه ګرځوي چي د واك واګي د چا څخه دي. خو كه دوى وليدل چي د هغو واكمنان د شريعت له لاري اوښتي دي. د ديني شعايرو له درناوي څخه مخ اړول کيږي، عدل او نياو له منځه وړل سوى دى او په واكمنو كي د ځان غوره ګڼلو ناروغي او ناولتيا خپره سوې ده، نو دوى دي بېله دې چي د هغو څه ننګه او پلوي وکړي، په ډاګه دي د دغسي واکمنوله ملاتړه لاس واخلي. نه دي ولسي يووالى د هغو سترګي تړي او نه دې د ولس د بېلتون او اختلافوېره غولوي.”

زموږ د ملت په تاريخ كي موږ دا هم ليدلي دي چي يو ولس د خپل همولسي پاچا د بې لاريتوب څخه بېزاره سوى او د بل ولس شريعت پالونكى واكمن يې غوره بللى او خپل ځانونه يې بېله كومي خرخښې په هغه پوري تړلي دي.” (مبارزالدين رفعت، “وهم” مقاله 225، 226 مخونه).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx