دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او غرب

حامد افغان

‏ په ډیموکراتیک لحاظ:
لوط علیه السلام باید د خپل قوم سپک عمل او فحاشي ورسره منلې وی! ځکه هغوی د ټولنې لوی اکثریت وو!

د لیبرلیزم له نظره:
لوط علیه السلام حق نه لاره چې خپل قوم یې له هغه سپک عمل او فحاشې منعه کوه! ځکه هغوی پخپلو تصرفاتو او کړنو کې ازاد وو، په داسې حال کې چې هغوی چا ته ضرر نه رسوه.

د سیکولریستانو له نظره:
دوه اړخونه چې په هر ډول جنسي اړیکو رضا او خوښ یي، هلته د دین مداخلت ته څه اړتیا ده؟!

‏ د روڼاندو له نظره:
د قوم لوط وګړي معذور وو! دوی جینیاتي نقص لاره، نو طبعاً یې معلومو جنسي اړیکو ته اړتیا لرله! باید له هغه سپک عمله نه وی منعه شوي!

مدني دولت:
شاذ مخلوق د ټولنې برخه ده، ټول یې باید احترام وکړي، د خپل سپک عمل ترسره کولو په برخه کې باید مرسته ورسره وشي او خپل حقوق! یې ورکړل شي! بلکې دوی باید پارلمان کې استازیتوب ولري.

‏ د اسلام له نظره:
لوط علیه السلام خپل قوم د هغوی له سپک عمل او فحاشي منعه کولو وس نه لاره، نو د هغوی سپک عمل یې تردید او وغنده، په خوله یې هغوی ته نصیحتونه وکړل، له هغه کاره یې منعه کړل او په زړه کې یې د هغوی له فحاشي کرکه کوله. خو له ډېرو نصیحتونو وروسته یې د الله په امر هغوی پرېښودل او د الله لور ته یې هجرت وکړ. وروسته الله په هغوی خپل عذاب نازل کړ: (فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّنْ سِجِّيلٍ مَّنْضُودٍ).

په حقیقت کې دیموکراسې، لیبرلیزم، سیکولریزم او په اصطلاح د استغراب مدني خوځښتونه؛ ټول اسلام سره په جګړه دي او د اسلام د اصولو او فروعو ټولو له منځه وړلو لپاره مختلفې حربې کاروي. په ټوله کې د غرب لاره د کفر او طاغوت لاره ده او فعلاً د اسلام او اهل اسلام د ځپنې لپاره په څو نومونو ګڼ شمېر اسلام ضد لارې فعالې لري. اللهم احفظنا شرهم، واجعل کیدهم في نحورهم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x