
د وزیرانو شورا پر امنیتي او ټولنیزو مسائلو بحث کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت د وزیرانو شورا په هېواد کې د روان امنیتي او ټولنیز وضعیت د څېړلو ترڅنګ په یو شمېر نورو مسائلو خبرې او بحثونه کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د دوشنبې په ورځ د سهار له اتو بجو څخه تر ۲ بجو پورې په ارګ کې د اسلامي امارت د وزیرانو شورا کې د مشرتابه لخوا اړونده وزیرانو ته په امنیتي و ټولنیزو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.
د وزیرانو شورا په ننۍ ناسته کې د اسلامي امارت له صفونو څخه د نامطلوبو کسانو په ایستلو او هغوی له فعالیت څخه د منعه کولو پرېکړه وشوه.
ددې ترڅنګ د وزارتونو او حکومتي تأسیساتو امنیتي برخو ته د جدي توجه کولو ترڅنګ وزیرانو ته سپارښتنه وشوه، چې په سوداګریزه برخه کې ملي سوداګرو او کسبه کارانو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د وزیرانو شورا لخوا د بهرنیو مرستو د تنظیم، ګودام او په محتاجو خلکو د ویش لپاره د منظم پلان جوړولو سربیره د ټرانسپورټي ټولنې ستونزو ته د رسیده ګۍ او د هلیکوپترو یو آزاد ټرانسپورټي شرکت ته د فعالیت اجازې ورکولو باندې هم پرېکړه شوې ده.
د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا په داسې مهال په ټولنیزو او امنیتي مسائلو بحث او یو شمېر موضوعاتو پرېکړې کوي، چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل او کندوز په ګډون ځینو سیمو کې امنیتي پېښې او د ټول هېواد په کچه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
علم پر دوه قسمه دۍ:———- ۱.دینی علم :چه په اسلام کی له قرآنکریم څخه حاصلیږی چه په وحوپرحضرت محمد ص نازل سوۍ دۍ چه دقرآنکریم داحکاموبغیر بل هیڅ هدایت دمنلونه دۍ ،اودرسول الله ص احادیث لکه دوی آمنت با للهی اوشپږکلیمی اونورهدایات چه دقرآنکریم سره به نه وی مخالفی . ۲. عقلی علوم چه له تجربوحاصل سوی دی دغه تجربی هرعالم پرخپل نامه لیکلی دی چادسیاست په باره کی لیکلی دی چادساینس اوتکنالوجۍ په باره کی لیکلی دی چه په مکتبواوپاکلتوکی یی زده کوونکی زده کوی چه هرعلم ځانته عالمان لری چه زده نسی څوک یی دځانه نسی کولای. زه… نور لوستل »
Allaho Akbar
Finally I see the white flag on the gate of Arg
.