ورزش

فوټبال: فرانسې د اروپايي ملتونو ليګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپايي ملتونو جام پايلوبه کې اسپانيا لوبډلې ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د ايټاليا په ميلان ښار کې د اروپايي ملتونو ليګ جام پايلوبه ترسره شوه، چې په کې فرانسې د کريم بنزيما او کيليان امباپی په غوره ګولونو بريا خپله کړه.

د پايلوبې په لومړۍ نيمايي کې هيڅ لوبډله په ګول راوړلو بريالی نشوه، خو په دوهمه نيمايي کې لومړی ګول د اسپانيا له لوري اويارزبل په ۶۴مه دقيقه کې راوړ.

د فرانسې له لوري کريم بنزيما سمدستي په ۶۶مه دقيقه کې په زړه پورې ګول وواهه، چې ورپسې کيليان امباپی په ۸۰مه دقيقه کې ګټونکی ګول راوړ.

د فرانسې ګول کيپر د لوبې په وروستيو شېبو کې د اسپانيوي حمله کونکو په سخته مخه ونېوله او فرانسه يې وژغورله.

د يادونې ده چې د اروپايي ملتونو ليګ تېر ځل په ۲۰۱۶م کال کې په لومړي وار د رونالډو لوبډلې پرتګال ګټلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x