افغانستان

د دوحې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د وینا بشپړ متن

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر هېواد پلازمینه دوحې انسټیټیوټ د شخړو او بشري مطالعاتو کې د وینا پرمهال د افغانستان په څلوېښت کلن تاریخ کې دا یوه بې سارې شېبه بللې، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او افغانان د یوې واحدې قوماندې لاندې ژوند کوي.

نوموړي د قطر هېواد څخه د افغان سولې په هکله د هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ له نړیوالو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان په بل شوي سګریت دې خپل اور نه لګوي، بلکې د مړه کېدو کوشش دې وکړي.

د لوستونکو د لازیاتو معلوماتو او وینا د اهمیت لپاره مو د ښاغلي متقي د وینا متن کټ مټ دلته راوړی، چې په لاندې توګه ده:

«د بهرنیو چارو د وزیر ویناپاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد و علی آله و اصحابه اجمعین، امابعد:

إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبيرٌ .   صدق الله العظیم

د دوحې انسټیټیوټ کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز قدرمن مشر، پروفیسر سلطان برکات، دوحه کې مېشتو سفیرانو، د نړیوالو موسسو استازو او درنو اکاډیمیکو شخصیتونو،

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستړي مه سئ، ماښام مو په خیر

ډېر خوشاله یم چې یو ځل بیا داسې مهال دوحه کې له دوستانو سره وینم، چې افغانستان ته سوله او ثبات راګرځېدلي او تر څلورو لسیزو وروسته په لومړي ځل ټول افغانستان د یوه واحد حاکمیت تر سیوري لاندې دی. دوحه د افغانستان د خپلواکۍ او سولې له بحث سره تړل شوی نوم دی. د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې چې موږ او د امریکا متحده ایالتونو تاریخي هوکړه دلته لاسلیک کړه، په پایله کې يې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، زموږ حاکمیت اعاده شو او یو ستر مثبت تحول رامنځ ته شو. له ښاغلي پروفیسر سلطان برکات او همکارانو څخه یې مننه چې وخت نا وخت یې د افغانستان د مسایلو په تړاو د کارپوهانو او متخصصینو علمي ناستې رابللي دي.

درنو ګډونوالو!

 افغانستان تېره اګسټ میاشت کې له یوه مهم او تاریخي پړاو څخه تېر شو. دغه تحول الحمدلله د ډېرو تحلیلونو او محاسبو پر خلاف په ډېره سوله‌ییزه توګه ترسره شو. موږ له شل کاله مشروع مقاومت وروسته پر دې وتوانېدو چې خپل وطن کې له پردۍ لاسوهنې پرته د یوه خپلواک اسلامي نظام د بنسټ ډبره کښېږدو.

دا تحول ډېرو ته د حیرانتیا وړ وه؛ ځکه چې یوه مقاومتي ډله کله بریا ته رسېږي، طبعاً وینې بهېږي او ډېر ویجاړی کېږي؛ مګر موږ د انتقام له حس پرته، د سولې، ورورولۍ، یو بل منلو او ملي وحدت له پیغام سره کابل ته داخل شوو او خپلو د کلونو سیاسي او حتی نظامي مخالفینو ته مو خپله غېږ پرانیسته.

موږ غوښتل د خبرو او تفاهم له لارې کابل ښار ته داخل شو؛ خو دا چې د پخواني رژیم مشر او امنيتي ارګانونو فرار وکړ، کابل د قدرت له خلا سره مخ شو؛ ولسي مشرانو او کابل ښاریانو زموږ له ځواکونو څخه وغوښتل چې کابل ته داخل شو او امنيت ټینګ کړو.

درنو ګډونوالو!

افغانستان ټولې نړۍ ته د مثبتو اړیکو پيغام ورکوي، موږ نه غواړو چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو، او موږ هم له نورو توقع لرو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. افغانستان له ۱۹۷۸م کال راهیسې د پردیو مداخلو، یرغلونو، کورنیو جګړو او ډېرو نورو ناوخوالو قرباني وو.

موږ غواړو، په کوردننه د ښې حکومتدارۍ او سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. موږ د نورو دولتونو مشروعو ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی کوو؛ په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو. زموږ په نظر په افغانستان کې د اوږدې بې‌ثباتۍ او جګړو یو عمده عامل د بهرنیانو له خوا د دغه هېواد اشغال او یا هم زموږ په سیاسي جوړښت کې مداخلې وې. که پردۍ لاسوهنې او تحمیلي نسخې نه وې، موږ افغانان به د یوه سوله خوښي ملت په توګه خپلو کې جوړ راغلي او وختي به سولې او ثبات ته رسېدلي وو. د اوسني مثبت وضعیت یو عمده دلیل سیاسي خپلواکي او زموږ د ټول ولس خپله تصمیم ګیري ده.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو مخکې د افغانانو په استازولۍ زموږ مرکچي پلاوي چې ما یې هم د غړیتوب ویاړ درلود، په همدې دوحه کې د امریکا له متحده ایالاتو سره نژدې دوه کاله جدي مذاکرات وکړل او د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې مو هوکړه لاسلیک شوه. د دوحې هوکړې نه یوازې دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي وتلو ته لار اواره کړه، بلکې د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د مثبتو اړیکو یو نوی فصل هم پرانیست.

د دوحې هوکړه د افغانستان او د نړۍ ترمنځ په ځانګړې ډول د امریکا له متحده ایالاتو سره د اړیکو په تعریف کې د یوه ښه چوکاټ رول لري. موږ باور لرو، چې د دوحې هوکړې بشپړ تطبیق کولای شي زموږ او د امریکا د متحده ایالاتو او متحدینو ترمنځ یې په اړیکو کې شته ستونزې اوارې کړي. نو په همدې اساس، په کار ده چې لوري د دوحې هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي.

درنو همکارانو!

لکه څنګه چې ما مخکې وویل، موږ له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړو. موږ پر یوه متوازن بهرني سیاست باور لرو او فکر کوو چې یو متوازن سیاست کولای شي هم افغانستان له بې‌ثباتۍ وژغوري او هم زموږ او د نړۍ د ګټو ساتنه وکړي.

موږ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره هم مثبتې او پر همکارۍ او تفاهم بنا اړیکې غواړو. افغانستان په جغرافيايي لحاظ د سیمې د څلورلارې حیثیت لري. نوی حکومت اراده لري چې د افغانستان له دغه ظرفیت څخه پوره ګټه پورته کړي او په سیمه کې د ستر اقتصادي تحول لامل شي.

 افغانستان د یوه مسلمان هېواد په توګه غواړي د اسلامي نړۍ له دولتونو او ملتونو سره نژدې او مثبتي اړیکې ولري. افغانستان د اسلامي نړۍ د وجود یوه مهمه برخه ده. همداراز موږ له عربي نړۍ او خلیجي هېوادونو سره خاصې اړیکې غواړو. افغانستان نه غواړي چې په بهرنیو منازعو کې دخیل وي؛ بلکې موږ ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړو.

همداراز موږ له اروپايي ټولنې سره هم غواړو تفاهم او مثبت تعامل ولرو. افغانستان غواړي چې د جګړې له فصل څخه وروسته، اوس مثبت تعامل ولري. نوی حکومت نه غواړي چې ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق او یا هم مجبوره شي. دا وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او نه هم غواړو چې اروپا زموږ د مهاجرو تر بوج لاندې وي، افغانان باید په خپل کور افغانستان کي ښه ژوند ولري.

درنو حاضرینو!

 موږ په نړیواله کچه پر سیاسي تنوع باور لرو. په نړۍ کې د افکارو، ایډیولوژیو، توکمونو او ژبو تفاوت یو واقعیت دی، دغه واقعیتونه باید وپېژندل شي.

افغانستان د یوه هېواد په توګه او افغانان د یوه ملت په توګه د نړۍ له نورو ملتونو سره توپیرونه او ورته‌والي لري. لکه څنګه چې موږ د نورو توپيرونه درک کوو، توقع لرو، چې د افغانستان توپیرونه هم باید درک شي. پر افغانستان له بهر څخه د ځانګړو ایډیولوژيو او سیاسي ماډلونو تحمیل نتیجه نه ده ورکړې. افغانانو اوس فرصت موندلی چې د خپلې ټولنې، ملي او دیني ارزښتونو له غوښتنو سره سم یو داسې سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي چې هم په کوردننه ځواب ویونکی واوسي او هم په نړیواله کچه خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړای شي.

د افغانستان د نوي حکومت کابینه سرپرسته ده او د هیواد د ټولو برخو څخه وړ شخصیتونه پکي لیدل کیږي. د دې لپاره چې حکومتي ماشین ونه درېږي، زموږ مشرتابه یوه سرپرسته کابینه اعلان کړه. هم د کابینې په سطحه او هم د وزارتونو په سطحه اصلاحات روان دي.

له موږ سره په حکومت کي پنځه لکه هغه مامورین او کارکوونکي کار کوي او موږ معاشات ورشروع کړي چي په حکومت کي یې له پخوانه کار کاوه موږ سابقه مامورین له کاره نه دي لیري کړي او د هغوی له وړ تیاوو نه نوی اسلامي حکومت ګټه اخلي، نوی حکومت هڅه کوي چې د افغانستان له موجودو ظرفیتونو څخه له تبعیض پرته ګټه پورته کړي او ټولو افغانانو ته، په ځانګړې توګه ځوانانو ته په سیاسي جوړښت کې ونډه ورکړي.

درنو همکارانو!

موږ له څو ورځو راهیسې د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا په قطر کې یو. د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو لوریو له استازو سره مو ګټور لیده کاته درلودل. باور لرو چې دغه لیدنې به د دواړو لوریو پر اړیکو مثبتې اغېزې ولري.

غواړم یو ځل بیا یادونه وکړم، چې د جګړې او فشارونو فصل پای ته رسېدلې دی. افغانستان په خپلو اړیکو کې نوي فصل ته داخلېږي چې دغه نوی فصل نوې غوښتنې لري. پکار ده چې ټول پر مشترکاتو باندې کار وکړو.

په پای کې یو ځل بیا د قطر دولت څخه مننه کوم چې له کلونو راهیسې یې زموږ د مذاکراتو کوربه‌توب کړی. همداراز د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز له مشر درانه ملګري پروفیسر برکات څخه مننه کوم چې نن یې ماته فرصت راکړ چې څو شېبې له تاسو سره پاتې شم. همداراز له ټولو راغلو مېلمنو مننه چې په دې ناسته کې مو له موږ سره ګډون کړی.

ډېره زیاته مننه

 پاتې وخت مو نېکمرغه»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

متقي صاحب ماشاالله د افادې او مذاکرې قوي استعداد لري.

د بیانیې په متن کې،،، دښځو دکار او تعلیم اړوند څرګندونو څرګ نه لګېده،،

د ویدیو په څلوېښت نیمه دقیقه کې ناست ملګری احتمالا اهل قلم او کاغذ نه وو کنه د (امنیت) فتحه یې د غوږ پر ځای په مایکروفون کې نه ویل….

په بهرني دیپلوماتیک سټیج کلیوال متلونه ویل زما له نظره تامناسب دي،

Sayed

افغانستان د یوه هېواد په توګه او افغانان د یوه ملت په توګه د نړۍ له نورو ملتونو سره توپیرونه او ورته‌والي لري. لکه څنګه چې موږ د نورو توپيرونه درک کوو، توقع لرو، چې د افغانستان توپیرونه هم باید درک شي. پر افغانستان له بهر څخه د ځانګړو ايډيولوژيو او سياسي ماډلونو تحميل نتېجه نه ده ورکړې. افغانانو اوس فرصت موندلی چې د خپلې ټولنې، ملي او دیني ارزښتونو له غوښتنو سره سم یو داسې سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي چې هم په کوردننه ځواب ویونکی واوسي او هم په نړیواله کچه خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړای… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x