ورزش

شل اوريز نړيوال جام، د کرکټ نړيوالې شورا نوي قوانين وضع کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړيوالې شورا د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام لپاره نوي قوانين وضع کړي چې له مخې به يې د لوبې پرمهال لوبغاړي وقفه کوي او دغه راز به د DRS سيستم هم فعال شي.

د يادې شورا د نوي قوانينو له مخې به د لوبې پرمهال لوبغاړو ته د ۲:۳۰ دقيقو وقفې وخت (ستراتيژيک وخت) ورکول کيږي، په دې کې به د لوبډلو روزونکي وکولی شي له خپلو لوبغاړو سره مشوره وکړي‌.

ددې وخت د يوې پاڼۍ عين نيمايي دی، چې په لسم اور کې به ترسره کيږي، خو که چيرته د اورښت يا بل لامل له کبله لوبه له ۱۴ اورونو کمه شوه، د وقفې وخت به نه ورکول کيږي.

د کرکټ نړيوالې شورا د اورښت له کبله اغيزمنو شويو لوبو لپاره هم ځينې قوانين تغير کړي. که چيرې دوهمه پاڼۍ له بارانه اغيزمنه شي، لږ تر لږه به لوبه د پنځو اورونو لپاره ترسره کيږي، خو په نيمه پايلوبه او پايلوبه کې به لږ تر لږه د لسو اورونو لوبه اړينه وي.

ددې سربېره، په لومړي ځل د شل اوريز نړيوال جام کې لوبډلو ته د تلويزوني لوبڅار (ريويو سيستم) د پريکړې اجازه هم ورکړل شوه، چې هره لوبډله به يوه پاڼۍ کې دوه اختياره ولري.

د لوبې مساوي کېدو پرمهال به سوپر اور کيږي، که چيرې سوپر اور هم مساوي شي، بل سوپر اور به کيږي، او تر هغې به دوام کوي ترڅو يوه لوبډله ګټونکې شي.

د نيمه پايلوبې نه ترسره کېدو پرمهال به چې کومې لوبډلې په سوپر اور کې ښه کارکردګي ترسره کړې وي، هغه به ګټونکی وي، او که چيرې په هيڅ صورت پايلوبه ترسره نشي، دواړه لوبډلې به ګټونکې اعلان شي او جام به دواړو ته مشترک ورکړل شي.

د يادونې ده چې د شل اوريز نړيوال جام به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پېليږي، لومړی به تر ۲۳ اکتوبر لومړی پړاو ترسره کيږي، دوهم پړاو به د اکتوبر په ۲۴مه نېټه پېل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په ۲۵مه نېټه ترسره کړي‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x