افغانستان

د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد یوځل بیا اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد یوځل بیا د افغانستان اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ افغان چارواکو ته د هرقسم همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې څخه په خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد له مشر ډاکټر علي القره داغي، د نوموړي اتحاد غړي شیخ عبدالرحمن به عبدالله آل محمود او د قطر د محاکمو پخواني مشر ډاکټر محمد بن سالم الیافعي ترڅنګ د اتحاد د قطر څانګې مسئول او مل پلاوي سره لیدلي.

په وینا پاڼه کې راغلي چې د مسلمانو علماوو د اتحاد مشر د نورو علماوو په استازولۍ له اسلامي امارت څخه د ملاتړ او مرستې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسلمانو عالمانو د نړیوال اتحاد له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او هغوی ته یې څرګنده کړې چې اسلامي امارت د ټولنې په اصلاح کې د بارز رول لرلو له کبله دیني عالمانو ته زیاته توجه کوي او د ډیر  اهمیت په سترګه ورته ګوري.

د مسلمانانو د علماوو نړیوال اتحاد په داسې مهال د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګندوي او د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې د اسلامي امارت مسئولین په کور دننه د امنیت ټینګښت او جګړې له پای ته رسولو وروسته اوس غواړي په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x