افغانستان

جرمني: اسلامي امارت یو واقعیت دی، خپلې  اړیکې ورسره جاري ساتو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۰ل): جرمني وايي، د افغانستان اسلامي امارت یو واقعیت دی، ځکه خو ورسره اړیکې او رابطې ورسره روانې ساتل غواړي.

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي «جاسپر ویک» او د افغانستان لپاره نومول سفیر «ماکوس پوتزیل» د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

جرمني استازو ویلي، چې افغانستان سره به خپلې بشري مرستې جاري ساتي او داچې اسلامي امارت اوس یو واقعیت دی، ځکه ورسر رابطې جاري ساتي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د جرمني هېواد له بشري مرستو جاري ساتلو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم چاته ددې اجازه ورکوي چې زمونږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي.

ددې ترڅنګ د اسلامي امارت هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د دیپلوماتانو او بهرنیو وګړو امنیت ته جدي پاملرنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

جرمنان هم پوهیږی چه تاسی داسلام منونکی نه بلکی د دیموکراسی پلویان یاست
دا همغه جرمنان دی چه په تاسو یی هر ناوړه او غیر مشروع عملونه تر سره کړی
او اوس ورته تاسی د دوستی لاسونه غځوی
افسوس

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x