1 hadees

د یوه حدیث شرحه (نهمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

2ـ دویم ګناهونه تویوونکي:
«إسباغ الوضوء في السَبَرات»
دویم هغه عمل چې د مسلمان ګناهونه تویوي په سخت یخ کې په پوره توګه داودس کول دي . په پوره توګه اودس کول دامعنا چې په سنت طریقه وکړل شي کومه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم صحابه کرامو ته ښوولې وه ، او دا باید په هروخت کې په پوره توګه وکړل شي که څه هم سخت یخ وي . ځکه څوک چې دلمانځه له پاره د رسول الله صلي الله علیه وسلم په سنت طریقه برابر اودس وکړي هغه ته به الله دهغه ګناهونه وبښي ، په بخاري او مسلم کې د عثمان بن عفان رضي الله عنه غلام حمران نه روایت راغلی ده چې د عثمان د اوداسه کیفیت یې بیان کړی ده اوبیا یې د هغه – هغه خبر راخیستې ده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې اوریدلې وه او ویل یې : څوک چې زما د دې اوداسه په څیر اودس وکړي بیا څه خبرې ونکړي اودوه رکعته لمونځ وکړي ، خدای به یې تیرې ټولې کناهونه ورته وبښي . عن النبي -صلى الله عليه وسلم-: من توضأ نحو وضوئي هذا ثم صلى ركعتين لا يُحدِّث فيهما نفسه غفر الله له ما تقدم من ذنبه.

په ډیرو نورو روایاتو کې هم په سنت طریقه د اودس کولو ډیر زیات فضایل اوثوابونه راغلې دي ، دلته په دې اړه څو حدیثونه را اخلو : له عقبه بن عامر الجهني رضي الله عنه نه روایت دی هغه وایې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : هرڅوک چې په ښه توګه اودس وکړي او دوه رکعته لمونځ وکړي او دا دواړه په پوره توجه او ښه حضور سره وکړي ، هغه ته جنت واجب شو ، عن عقبة بن عامر الجُهني -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: ما من أحد يتوضأ فيحسن الوضوء ويصلي ركعتين يقبل بقلبه ووجهه عليهما إلا وجبت له الجنة. أخرجه أبو داود.

رسول الله صلي الله عليه وسلم وايې : څوک چې په ښه توګه اودس وکړي اوبیا ولاړ شي ،او خلک په داسې حال کې ومومي چې لمنځونه یې کړې وي ، الله به ده ته دهغو خلکو په څیر اجر ورکوي چې لمنځونه یې کړې دي او دهغوی له اجر نه هم څه شی نه کموي . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: قال النبي -صلى الله عليه وسلم-: (من توضأ فأحسن وضوءه ثم راح فوجد الناس قد صلوا أعطاه الله جل وعز مثل أجر من صلاها وحضرها لا ينقص ذلك من أجرهم شيئا . رواه أبو داود، وقال الألباني: “صحيح”؛ كما في صحيح أبي داود، رقم(528).

په یوه صحیح حدیث کې د اودس دومره ثواب بیان شوی دی چې وایې په کولو سره یې دمومن هر غړی او اندام له ګناهونو نه پاک شي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : مسلم یا مومن بنده چې کله په اوداسه پیل وکړي ، او مخ پرېمنځي له اوبو سره یا له وروستي څاڅکي سره یې له مخ نه ټول هغه ګناهونه تویه شي چې په سترګو سره یې کړې وي . داراز چې لاسونه پرېمنځي له اوبو یا له وروستي څاڅکي سره یې هغه ټول ګناهونه تویه شي چې دلاس په نیولو سره یې کړې وي . کله چې پښې ومینځي له اوبو یا له وروستي څاڅکي سره یې هغه ټول ګناهونه ختم شي چې دپښو په تګ سره یې کړې وي . تردې پوري چې له ګناهونو پاک سپیڅلی ووځي . أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: (إذا توضأ العبد المسلم أو المؤمن فغسل وجهه خرج من وجهه كل خطيئة نظر إليها بعينه مع الماء أو مع آخر قطر الماء، فإذا غسل يديه خرج من يديه كل خطيئة كان بطشتها يداه مع الماء أو مع آخر قطر الماء، فإذا غسل رجليه خرجت كل خطيئة مشتها رجلاه مع الماء أو مع آخر قطر الماء، حتى يخرج نقيا من الذنوب). أخرجه الإمام مسلم في صحيحه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د