افغانستان

کابل ښار کې د موبایلونو د غلا په تور ۱۲ تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د موبایلونو د غلا په تور ۱۲ تنه نیول شوي دي.

په نیول شوو کسانو کې یو شمېر د کم عمر لرونکي ماشومان هم شامل دي، چې د غلو د بانډونو لخوا په منظمه توګه د غلا لپاره ورڅخه استفاده کېده.

د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې مسئولینو د باختر خبري آژانس ته ویلي، چې دغه ډله یې د شنبې په ورځ د مازدیګر له څلورو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې د چوک، پل خشتي او نورو اړوندو سیمو کې د غلا پرمهال لاس په لاس نیولي دي.

د مسئولینو د معلوماتو له مخې نیول شوو کسانو به د میرمنو له لاسي بکسو او عامو خلکو له جیبونو څخه موبایلونه او نقدي اموال غلا کول، چې دغو ټولو سره چاقوګان او نور داسې وسایل هم نیول شوي، کوم چې هغوی به د خلکو جیبونه ورباندې څېرل.

د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې مسئولین وايي، چې نیول شوي کسان یې د لازیاتو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

باید وویل شي چې په کابل ښار کې د اسلامي امارت د له واکمنۍ سره د جګړې او نا امنیو سربیره د غلا او اختطاف ګراف هم تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی، چې له امله یې کابل ښاریان اوس په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

که رب مو الله منلی وی نو باید حدونه پری صادر شی د اسلامی تحقیقاتو وروسته
خو داسی نده، ستاسو رزقونه به درباندی غربیان ودروی
باید په نوم کی مو یو څه فرق راشی
هغه دا
حمارت غیر انسانی او اسلامی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x