افغانستان

ننګرهار کې یو مدني فعال ترور شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې ناپېژاندو وسله والو د عبدالرحمن معاون په نوم یو مدني فعال  ترور کړی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ له غرمې وړاندې د جلال آباد ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند «چهل متره»سړک سیمه کې رامنځته شوې ده.

که څه هم امنیتي چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله څه ویلي نه دي؛ خو د وژل شوي فعال ورور شادنور مظلومیار رسنیو سره د خبرو پرمهال د خپل ورور وژل کېدل تایید کړي دي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، چې وسله وال بریدګر د معاون له وژلو وروسته پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

عبدالرحمن معاون چې په اصل کې د لغمان ولایت اوسېدونکی ؤ، له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې په جلال آباد کې ژوند کولو او په مدني فعالیتونو کې برخه لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x