روغتیا

يونيسف افغانستان کې د روغتيايي وضعيت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په افغانستان کې د روغتيايي وضعيت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د يونيسف اجرائیه رئس مرستيال چې وړمه ورځ افغانستان ته راغلی او له روغتيايي سکتور څخه يې ليدنه کړې، دغه هېواد کې د روغتيا په اړه ويلي چې وضعيت بحران ته تلونکی دی.

عمر عبدي چې په کابل کې د اندراګاندي روغتون څخه ليدنه کړې ويلي، که وضعيت سم نشي او مرسته ونشي د افغانستان روغتيايي حالت به سقوط وکړي، نوموړي تر ټولو زياته اندېښنه د خوارځواکۍ او هغه ماشومانو په اړه ښودلې چې روغتونونو کې بستر دي.

يونيسف وايي چې د ژمي په رارسېدو د روغتيايي وسايطو او تجهيزاتو کمښت د افغانستان وضعيت له اندېښنې سره مخ کړی، په ځانګړي توګه يو مليون ماشومان د خوارځواکۍ ستونزو سره مخ دي چې ددوی ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

بل لوري ته په قطر کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير په ملتيا لوړپوړي پلاوي د امريکايي او د يو شمېر نورو هېوادونو استازو سره کتلي، چې په يادو ناستو کې افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه شوې ده.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي امير خان متقي ويلي وو چې پر افغانستان بنديزونه او د بشري مرستو مخنيوی د هيڅ هېواد په ګټه په دی، او بايد نړۍ افغانستان په داسې حالت کې پرينږدي.

د جرمني هېواد استازي ويلي چې د افغانستان حکومت ته د يوه واقعيت په سترګه ګوري، او له دوی سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x