نظــر

د سهار څرک راته رڼاوې راوړې/ محصل

صابرجان محصل

واک د تيارو مې له وجوده تللی
د سهار څرک راته رڼاوې راوړې

زما د ناسور زخم علاج پرې وشو
خضر د ژوند راته دعاوې راوړې

د بدرنګۍ مخ په شعاوو سوځي
حسن تحفه کې چې ښکلاوې راوړې

دار د منصور يې و په ځان منلی
عشق د طالب راته برياوې راوړې

رحمت د رب دی د صابر په هيواد
د يتيم شونډو چې مسکاوې راوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x