افغانستان

اروپايي اتحاديې له افغانستان سره د یو میلیارد یورو بشري مرستو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): اروپايي اتحاديې نن سه شنبه د جي ۲۰ هیوادونو په فوق العاده غونډې کې له افغانستان سره د یو میلیارد یورو ( ۱.۱۵ میلیارده ډالر) بشري مرستو اعلان کړی دی.
د اروپايي اتحاديې مشرې اغلې ارسولا ونډېر لین نن د جي ۲۰ هیوادونو په غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د اعلان پر مهال وویل  چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت خرابېدو ته روان دی او د ژمي راتګ سره د سلګونو زره افغان ژوند له خطر سره مخ دی.
نوموړې زیاته کړه چې بشري مرستې د لوږې او بشري ناورینونو  د مخنیوي لپاره کفایت نه کوي خو  اروپايي اتحادیه به ډېر ژر د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
د اروپايي اتحاديې په دغه نوی اعلان شوې مرسته کې هغه ۳۰۰ میلیونه یورو هم شامل دي چې پخوا یې له افغانانو او ګاونډيو هیوادونو سره ژمنه کړې وه.
دغه مالي مرستې به له هغه نړیوالو سازمانونو سره وشي چې په افغانستان کې حاضره فعالیت کوي.
په عین حال کې اروپايي اتحاديې ویلي چې د نوي افغان حکومت سره د تعامل لپاره د دوی شرایط لا هم پر ځای دي.
اروپايي اتحاديې تر دې وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره پنځه شرایط وړاندې کړي وو. دغه شرایط د افغانستان خاوره د بل چا خلاف نه استفاده کول؛ د بشري حقونو احترام په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو احترام؛ ټولشموله حکومت جوړول؛ بشري مرستو ته لاره ورکول او بهرني او افغان اتباع چې په افغانستان کې دي د هغوی وتلو لپاره اجازه ورکول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

دا ټول ایرو يواځې د افغانستان لپاره ندي بلکې د دافغانستان د ګاونډويو هیوادو لپاره هم دي چیرې چې افغانان کډ وال اوسي !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x