افغانستان

لویدیځ هېوادونه په مشروط ډول افغانستان سره خپلې بشري مرستې جاري ساتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼ شمېر نورو لویدیځو هېوادونو استازو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره په ناسته کې ژمنه کړې، چې په مشروط ډول به افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.

دغه ناسته چې نن د سه شنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي او په قطر کې د امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو د میشتو سفیرانو ترمنځ ترسره شوه، په ترڅ کې یې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په روان ټولنیز او اقتصادي وضعیت، بشري مرستو او نیمګړو اقتصادي پروژو د تکمیل په پروسې د بندیزو ناوړه اغیزو باندې رڼا واچوله.

په هغه خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي چې ښاغلي متقي د خپلې وینا په ترڅ کې د لویځو هېوادونو سفیرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د افغانستان د حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه نه دي، ځکه ناوړه امنیتي او اقتصادي پایلې به یې ټول اغیزمن کوي.

نوموړي نړیوالو ته ورپه زړه کړي چې په افغانستان کې د زور او فشار تګلارې ناکامې ثابتې شوي، ځکه یې هغوی ته بلنه ورکړه چې د همکارۍ په تګلارې له افغانانو سره کار وکړي.

په افغانستان باندې د روانو بندیزونو د ناوړه پایلو په هکله د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په اوس وخت کې د نیم ملیون دولتي مامورینو د پخوانیو معاشاتو اجراء کول او د تازه اقتصادي پروژو بیا پيل کول هغه څه دي چې بندیزونه ورباندې مستقیم اغیز لرلای شي.

ښاغلي متقي له نړیوالو د روانو بندیزونو د ختمولو غوښتنه کړې، ترڅو خیریه مؤسسات او حکومتي ادارې خپلو مالي سرچینو د لاسرسي له لارې مامورینو ته معاشات ورکړي:

«پدې اړوند د نړیوالو نه غوښتنه کوو چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي ترڅو خیریه بنسټونه موسسات او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي.»

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د غونډې ګډونوالو سفیرانو هم د افغانستان بې ثباتي د ټولو په زیان بللې؛ خو له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې، چې د ځینو مسائلو په اړه د نوموړو هېوادونو اندېښنو په لرې کولو سره مثبتو اړیکو ته لاره پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په غونډه کې برخه والو د امریکا او لویدیځو هېوادونو ډیری استازو له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د زیاتولو ترڅنګ ویلي، چې دغه مرستې به د روان کال تر پایه افغانستان ته ورسوي.

د ناستې پای کې ټولو ګډونوالو په راتلونکي کې ددغه راز ناستو او راکړې ورکړې پر دوام ټینګار کړی.

د امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼو لویدیځو هېوادونو استازي په داسې مهال له افغانستان سره په مشروط ډول د بشري مرستو د دوام خبره کوي، چې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو(G20) په سرمشریزه کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د یو ملیارد یورو بشري مرستو ژمنه وکړه.

دغه مرستې به افغانستان کې د روان ناوړه اقتصادي حالت په کنترول کې څه ناڅه اغیزناک وي؛ خو بیاهم د ټولو اړمنو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کفایت نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

ولی دا پردی غلامان دی یو دال خور ملک غلام شوی دی ایا دوی ته شرم نه ده چی خپلی خویندی له تعلیم څخه منع کوی او خپلی ښځې یو پنجابی داکتر ته بیا او هغه یې دی حیض او نفاض نخسی ورکویی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x