نظــر

د ښارونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي حللاره

انجینیر وحیدالله حلیمي

کېدای شي موږ د افغانستان د نوي عصر په پيل کې و. وروسته له څو لسیزو جګړو څخه، موږ د سولې ښه چانس لرو. د څو لسیزو غیر عادلانه حکومتولۍ، هېواد بېوزله او ګډوډ کړی دی. د هېواد بیا رغونه او سمونه اوږدې مودې ته اړتیا لري، خو د سمونې پيل لپاره موږ ولس ته اړتیا لرو.ولس له دې ناورین څخه یوازینۍ لار تېښته ګڼي. د زده‌کړې، کار کولو او یو ښه ژوند درلودلو حق ورکول به د دوی لید د هېواد په اړه بدل کړي. دا کار د تعلیم، کار او ښه ژوند چاپېریال برابرولو ته اړتیا لري.

انجينر وحيدالله حليمي

د افغانستان د تاریخ په بهیر کې لوی ولایات په ځان بسیا و او نور ولایتونو حتا بنسټيز خدمات هم نه درلودل چې دا د دې ولایاتو د خلکو تر منځ توپير او واټن رامنځته کړی دی. د زیاترو ولایاتو ولس د لوړو زده کړو، روغتون او ترانسپورټ خدمات نه لري. دا بې‌نظمي د خلکو کوچېدل لویو ولایاتو ته او د لویو ولایاتو د نفوس د زیاتوالي لامل شوی او ورسره په لویو ولایاتو کې د بنسټيزو خدماتو کمښت لامل شوی دی. د دې ټولو بې‌نظمیو د سمونې لپاره اړتیا ده چې ولس ته د دوی په ولایاتو کې بنسټيز خدمات او حقونه یې ورکړل شي.
تعلیم او تحصیلپه افغاني ټولنه کېد ویاړ او درناوۍ لامل دی،له دې املههر چاته د هغه د نامه پرځای د هغه تعلیمي درجې او مسلک باندې اشاره کېږي. د دې مسلې روښانه انځور موږ کلني کانکور ازموینه کې ښه لیدلی شو. زده‌کوونکي له دولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته د کانکور ازموینې له لارې پوهنتون ته داخلېږي. دا ازموینه سخته ده او زیات کسان غواړي چې طب او انجنیرۍ پوهنځۍ ته بریالي شي، ترڅو د ښه راتلونکي او ښه نوم خاوندان شي. د دې پوهنځیو ته لیوالتیا د دې لامل ګرځېدلې چې شخصي پوهنتونونه جوړ شي او لوړې زده کړې سوداګریز بڼه واخلي.

په پلازمینه کابل ښار کې کابل پوهنتون، امریکایي پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون چې په نړیواله کچه 6084، 6629 او 8634مقام لري؛ نور 92پوهنتونونه په ټول افغانستان کې جوړ شوي دي چې زیاتره یې په پلازمینه کابل ښار کې دي؛ په نړیواله کچه دا پوهنتونونه تر10k لاندې مقام لري؛ دا تعلیمي مرکزونه په کمیت کې ‌‌‌‌‌‌زیات، خو په کیفیت کې ‌‌‌‌‌‌ډېر ټيټ مقاملري.

نهه کاله مخکې افغانستان ته د سفر په مهال کله چې زه خپل کلي ته، په وردګو کېچې د پلازمینې کابل څخه40km واټن لري، د یوې پراخې ځمکې لیدلو چې یوه ښه منظره او امکاناتو جوړیدلو وړ وه؛هیله‌مند کړم. ما د خپل مسلکي دندې په بهیر کې بهر له خپل هېواده ‌‌‌‌‌‌ډېر ښوونځي، پوهنتونونه او دولتي ودانۍ جوړې کړي دي.

د وردګو پوهنتون سیمه(کمپس)

تل مې دا موخه درلوده چې زه خپل هېواد ته خدمت وکړم او راتلونکي نسل ته د ښه ژوند زمینه برابره کړم. موخه مې دا وه چې ټولنې ته د زده کړو او بنسټيزو خدماتو په برخه کې کار وکړم او د کار او اوږد مهاله پروژو لامل وګرځم. وروسته له ‌‌‌‌‌‌ډېرو څېړنو، مطالعې او فکر وروسته د وردګو لپاره پوهنتون او روغتون جوړولو مفکوره را ته پيدا شوه.

2. د وردګو پوهنتون ننوتلو لار

وروسته له نورې مطالعې دې پایلې ته ورسېدم چې یو په ځان بسیا تعلیمي ښارګوټی جوړ کړم. د دې پلان د پلي کېدو لپاره نورې څېړنې مې هم وکړې. مګر مخکني دولت تصادفي ورته پروژه د دې ځای لپاره پيل کړې وه، خو د خپل سقوط څخه مخکې، په ترسره کولو یې بریالي نه شول.

اوس زه غواړم خپل پلان درسره شریک کړم او ژمنه کوم چې د دې پلان په حقیقت بدلولو کې خپلې هڅې نه سپموم. دې پلان ته کولای شو د اړتیا په وخت پراختیا ورکړو؛ ترڅو د کډوالو بېرته ستنیدو لپاره هم ځای ولري.

3. د وردګو پوهنتون نقشه

په حقیقت کې دا یو ښارګوټی دی چې د کارمندانو لپاره استوګنځی او د زده کوونکو لپاره لیلیه او پرچون دوکانونه او صنعتي ساحه به هم لري. راتلونکي پراختیایي پلان کې د ښارګوتي منځ کې به جومات او شاوخوا کې یې ښوونځي، وړکتون، کورونه، اپارتمانونه، تجارتي پارکونه او د ورځني ژونداړتیاو پوره کولو لپاره دوکانونه به هم وي.

4. کورونو جوړونې سیمه

د دې پوهنتون ‌‌‌‌‌‌په نقشه او پلان کېد اسلامي او افغاني ارزښتونو او اصولو ته پوره درناوۍ په پام کې نیول شوی دی. اناث به هم لکه ذکور د لوړو زده‌کړو عادلانه او مساویانه حق ولري. اناثو لپاره د جندر او فزیکي چاپېریال جلا والي په پام نیولو سره په خوندي او باامنه چاپېریال وي.

. ذکور لپاره پوهنځي

د ټولنې غوښتنو سره سم د اناث لپاره به جلا پوهنځي لکه طب او نورو برخو کې جوړ شي. دا یو ښه فرصت دی د افغانانو او د خواخوږو لپاره یې چې دې برخه کې مرسته وکړي او هم د افغان ښځو حق غوښتنکو لپاره چې دا پروژه
بریالۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیات الله میرزۍ

سلامونه انجنیره دا ډیر نیک نظر دۍ هیله ده چی نوۍ حکومت یی ومنې په ریښتیا هم وردګ ولایت دی نورو ولایتونو په پرتله دی معارف دی آبادۍ او دی نورو اساینو له امله ډیر پس پاتی دۍ باید چی دی اسلامی امارت له خوا یو تجدید نظر پری وشې دا دی وردګو دی پراخیتیا او آبادۍ له پاره ډیر نیک اقدام دې هر هغه څوک چی په دی لاری کی زیار وباسی کور یی ودان الله ج دی عظیم اجرونه په برخه کړې دا راتلونکی نسل دی پاره یو لوۍ خدمت دۍ دی ټولو بریاوو په هیله. حیات الله… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

آیاطالبان په ټوله کابینه کی دانجنییروحیدالله حلیمی غوندی پوه لری افغنستان په زرهاووحلیمی غوندی مسلمان پوهان لری چه علم یی کړۍ دۍ دافغانستان ۹۹٪خلک مسلمانان دی ۱٪کفار(کمونسټان،هندوان اومذ ب ذبه منافقین دی) بدبختانه طالبانوهغه کتابونه ویلی دی چه وهابیانواوکادیانیانو دکفارو اوانګریزانوپه پیسوورته لیکلی دی اوهم دقرآنه ناخبردی ولی دقرآنکریم په اوله سیفاره البقره کی له ۸څخه بیاتر۱۴-آیاته ذکرسوی دی ایران چه په قرآنکریم پوهیږی توده کمونسټان یی دملکه پاکړل یایی مردارکړل یایی دملکه وشړل،طالبان کمونسټ کفاراونورمسلمان تعلیم یافته نه سره پیژنی ټولوته داشرفغنی کمونسټ په سترګه ګوری بیازه طالبانوته خواست کوم چه تاسودقرآنکریم مطابق په ټولوولایتوکی مرکزی کمیټی وټاکۍ دحکومت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x