نړۍ

سوډان: تازه نښتو ګڼه مرګ ژوبله اړولي ده

شيخ الأزهر يدعو العالم الحر للتصويت لصالح دولة فلسطين(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۳)راپورونه کی راغلي چی تیره ورځ دسوډان دوسلوالو ځواکونو او دولسي پاڅون به نامه سره ډلي دوسلوالو کسانوترمنځ سختی نښتی رامنځ ته شوی دي.

نښتي دسوډان په شمال کی ددکردفان ولایت په جنوب کی رامنځ ته شوی دي چي له کبله یی وسلوالو اودولتي ځواکونو دواړولورو ته سخته مرګ ژوبله اوښتی ده.

دسوډان حکومت مرکزي مطبوعاتي دفترڅخه په ورکول شویو خبرونوکی ویل شوي چی تیره ورځ سهاوختي دولتي ځواکونه له مخالفو وسلوالو ډلو سره دکرفان ولایت په خوردلیب سیمي کي مخامخ شوی دي، چي وروسته ددواړو لورو ترمنځ سختی نښتي رامنځ ته شوی دی، دولتی چارواکي وایی له وسلوالو سره مخامخ جنګ څوساعته دوام وکړ چی  له کبله یی د مخالفینو دیوه قومندان په شمول دیرش کسه وسلوال وژل شوی اوزیات مقدار وسلي اوچاودیدونکي مواد حکومتي ځواکونوته په لاس ورغلي دي.

له بله لوري دسوډان په شمال کي دحکومت دمخالفي ډلي ویاند ارتوتلودي له فرانس پریس اژانس سره دتلفون پرکرښه ویلي چي وسلوالو یی دکردفان ولایت په یوه سمیزه سیمه کی ددولتي ځواکونو مرکزونه ترسختو بریدونو لاندی راوستي چی له کبله یی ۶۰ تنه دولتي عسکروژل شوی او ۱۶ عرادي موټر زمونږ وسلوالو ملګروته په لاس ورغلي دی‎.

دسودان هیواد په کردفان ولایت کی چی له نوی جلاشوی جنوبی سوډان سره پوله لري دسوډان ددولتی ځواکونواو مخالفو وسلوالو ترمنځ کله کله وسلوالي نښتي رامنځ ته کیږی، دسوډان هیواد پرنوي منځ ته راغلي جنوبي سوډان باندی تورلګوي چی له وسلوالو ډلو سره مرسته کوي ترڅو سوډان کی امنیتي ستونځي رامنځ ته کړي اوڅو ځله یی په دی اړه ملګرو ته شکایت هم کړی دی چی جنوبي سوډان یی دهیواد له مخالفو ډلو سره نظامی مرستی کوي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x