
ترکیې له نوي افغان حکومت سره د نړیوالو اړیکو لپاره دوه مهم وړاندیزونه کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): ترکیې له نوي افغان حکومت سره د نړیوالو اړیکو عادي کولو لپاره دوه مهم وړاندیزونه کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په نږدې راتلونکي وخت کې به د څو اغیزناکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره یوځای کابل ته سفر وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ په انقره کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې «رینټو مرسودي» سره د خبري کنفرانس پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څخه څاري او په لنډ وخت کې به د سفر پلان نهايي شي.
مولود چاویش اوغلو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې سرمشریزې په څنډه کې یې هم د اندویزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره کابل ته د ګډ سفر موضوع مطرح کړې وه، چې د «دوستو» او «ورونو» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا یې هرکلی شوی ؤ.
تمه ده چې په دغه سفر کې به د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ پلاوی په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو پرمهال د هغو موضوعاتو د حل لپاره خبرې وکړي، چې ځینې هېوادونه ورته د ستونزو په سترګه ګوري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال افغانستان ته د یو شمېر نورو اغیزناکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ګډ سفر او د اسلامي امارت چارواکو سره د ستونزو د هواري په موخه د مذاکراتو خبر ورکوي، چې تیره ورځ د نوموړي هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو(G20) په آنلاین سرمشریزه کې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان لپاره دې د نوموړې ټولنې لخوا د «عمل ګروپ» جوړ شي.
اردوغان ددغه ګروپ د مشرۍ لپاره د خپل هېواد تیاري څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان امن او ټیکاو په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اهمیت قابل دی.
نوموړی وايي، نړیواله ټولنه نه شي کولای چې افغان ولس ته شا وګرځوي او دغه هېواد یوازې پرېږدي. هغه دغه راز اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې اروپايي هېوادونه هم د مهاجرت له هغه فشار څخه نه شي خلاصېدلای چې ترکیه له خپلو سویلي او ختیځو پولو څخه ورسره مخ ده.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو(G20) په سرمشریزه کې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د یو ملیارد یورو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ او همدغه راز په قطر کې د امریکا، اروپايي ټولنې او نورو لویدیځو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ طالب پلاوي سره ناسته کې ژمنه وکړه چې په مشروط ډول به افغانستان سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.