افغانستان

عمران خان: که له افغان حکومت سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان د نويمو کلونو حالات ته وګرځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزير عمران خان نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، که له اسلامي امارت سره ښه تعامل ونه شي، ښايي افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو حالت ته وګرځي او د ګډوډۍ ښکار شي.

ښاغلي خان له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر افغانستان خپل بنديزونه کم کړي او له اسلامي امارت سره ښه تعامل وکړي.

عمران خان ويلي: «دا ټکی ډېر مهم دی، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره ښه تعامل وکړي او که داسې ونه شي، نو ډېر قوي احتمال شته، چې افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو حالت ته وګرځي.»

د ښاغلي خان په وينا طالبانو په افغانستان کې داعش ډلې ته ماتې ورکړه او زياته کړې يې ده، چې اسلامي امارت بايد نړيوالو ته ډاډ ورکړي، چې دوی د بشري حقونو درناوی کوي او له ټولو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې پرې کړي دي.

ښاغلي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نړۍ هېڅ هېواد هم تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د چين، ترکيې، پاکستان، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو سفيران په کابل کې دي او وخت پر وخت د اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې پاستې کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ په قطر کې «د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز» کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال وویل، چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره همکاري وکړي او د افغانانو روان وضعيت لپاره دې خپلې بشري مرستې نه سپموي.

ښاغلي متقي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښه تعامل او په دوه اړخیزه درناوي ولاړو اړيکو ته ژمن دی او هېڅوک بايد د افغانستان روان ترينګلی وضعيت د خپلو ګټو لپاره ونه کاروي، بلکې په دې حساس وخت کې بايد له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x