نظــر

درد او نصيحت

م. رضوان الله فیضاني

قدرمنه مجاهده وروره!
له شل کلنې سرښندنې څخه وروسته قادر او مقتدر خدای ﷻ ستره او عظيمه فتحه درپه برخه کړه.
په دغه موده کې تا هر ډول تکليفونه او زحمتونه وګالل، لوږې، تندې، شبګيرونه او ډول ډول کړاوونه دې وزغمل.
نن ستا د دغو قربانيو نتيجه او ثمره رب العزة ﷻ په لاس درکړه.
خو ګوره چې هېر يې نکړې!!!
تا دغه سرښندنه او مبارزه په يواځې ځان ونکړه، بلکې ستا تر څنګ څو خړپړ ځوانان، ستا د سنګر ملګري چې د خورا فقر او غربت په حالت کې وو، ستا تر څنګ اوږه پر اوږه له خونخوار دښمن سره په پوره اخلاص او مېړانه وجنګېدل، زخمونه يې وليدل، بمبارونه پرې تېر شول، له وحشت او بربريت څخه ډکې چاپې پرې ووهل شوې او اکثريت يې شهيدان شول.

نن ورځ چې رب العزة فتحه درپه برخه کړه، واک او اقتدار يې په لاس کې درکړ، زغره وال ټانګونه، طيارې، اسلحې، رنګ رنګ موټرونه وغيره ښه ډېر اسباب يې درکړل.
نو ډير پام کوه چې هغه د سختو شپو او نازکو حالاتو ملګري درڅخه هېر نشي، د هغوی زړونه مات نکړې، هغوی ته د قدر په سترګه وګوره، مينه ورکړه او ويې نازوه، د هغوی د تېرو قربانيو قدرداني وکړه!!!

خپل شهيدان شوي ملګري هم مه هېروه، د هغوی د سپېڅلو ارمانونو د پوره کولو کوشش وکړه، د يتميانو پر سرونو باندې يې د مينې او شفقت لاس تېر کړه، خپلې غيږ ته يې درجوخت کړه، د خپل وس مطابق يې ضروريات ورپوره او مشکلات يې حل کړه.

کومو کسانو چې په دغه شل کلنه مبارزه کې په پټه او ښکاره توګه درسره رنګ رنګ مرستې او کومکونه کړي دي، منډې ترړې يې درسره وهلې دي، هغوی هم د نازولو او خوشحالولو مستحق دي، پوښتنه يې وکړه، تسليت او ډاډګېرنه ورکړه او له پامه يې مه غورځوه.

ښه په غور سره يې واوره !!!
له خپلو هم سنګرو ملګرو سره ناځوانۍ او جفاګانې مکوه، د شهيدو شويو ملګرو له معصومو وينو سره خيانت و نکړې، هغه څوک په خپل څنګ او موټرو کې له ځان سره مه ګرځوه او کورونو ته يې د ميلمستياوو لپاره مه ورځه چې دا شل کاله يې د کفارو جاسوسي او غلامي کوله، د وحشي يرغلګرو په ملاتړ يې ستا ملګري او بې ګناه هېوادوال راته شهيدانول، د مظلومو وطنوالو عزتونه يې پرې لوټل، زمونږ د شهيدانو مبارک جسدونه يې په ټانګونو پسې کشول او اورونه يې ورته اچول او داسې نور …

خدای ﷻ مکړه که دغسې شومو اعمالو ته دې مخه کړه، نو په ياد ولره چې د الله ﷻ له سخت ازمېښت او امتحان سره به مخامخ شې او د خلاصون لاره به درنه ورکه وي.

(اِنَّ بَطْشَ رَبِکَ لَشَدِيْد) الآية.
که د قيامت په ورځ هغه د ډرون په لمبو کې سوځېدلي او کباب شوي شهيدان، د وحشي يرغلګرو په وحشي چاپو کې په خورا وحشت او بربريت سره وژل شوي شهيدان، له تاسره په يو تعرض او کمين کې لږيدلي شهيدان، د رب العالمين په حضور کې تا له ګريوان څخه ونيسي، قهار او جبار خدای ﷻ ته دې د محاسبې لپاره وړاندې کړي نو آيا جواب يې لرې او کنه ؟؟؟

هغه د سنګر په ګردونو خړپړ ملګري دې که د قيامت په عظيمه ورځ رب العالمين ته ستا د جفا او خيانت په هکله دعوه او عريضه وړاندې کړي، نو دفع يې درسره شته او کنه ؟؟؟

د حشر په ميدان کې که د شهيد بوره مور، دردېدلی پلار، کونډه ناوې، وراره خور او ګريوان شليدلي ببر سري يتميان خپل رب ﷻ ته ووايي :
چې دغه کس زمونږ د شهيدانو له وينو سره جفا کړې ده، زمونږ د شهيدانو ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړي دي، زمونږ پر زخمي او دردېدليو زړونو يې مالګې شيندلې دي …
نو ته به يې پر وړاندې څه جواب وايې او کنه ؟؟؟

د وحشي کفارو جاسوسانو ته، ستا د سنګر د ملګرو په شمول د بېشميره نورو مظلومانو قاتلانو ته، د بېحاسبه لويو لويو وحشتونو، نارواوو او جرمونو مرتکبينو ته که نن ورځ تا د دوستۍ لاس ورکړ او په غيږ کې دې ونيول، نو آيا د محشر په سخته ورځ، چې هر څوک به نفسي نفسي نعرې وهي، دغه ظالمان تا د جبار خدای ﷻ له سترې محکمې او گرفت څخه بچ کولای شي ؟؟؟

خدای ﷻ دې وکړي چې څوک خفه نشي رانه، دغه ليکل مې د زړه له درده وکړل، ځکه چې له ډيرو نازکو، حساسو مرحلو او حالاتو سره مخامخ يو، د خپل نفس او هوس په شمول مختلف دښمنان راته متوجه دي، هسې نه چې نفسي خواهشات او شيطان ملعون مو دوکه کړي، ټول نيک اعمال او قربانۍ مو په اوبو لاهو شي.

متعال رب دې مونږ ته دا وس او توفيق نه راکوي چې له خپلو همسنګرو شهيدانو او ژونديو ملګرو يا د هغوی له دردېدليو، زورېدليو کورنيو سره خيانت او جفا وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x