نظــر

اسلامپالو مبارزينو لا هم مزل لرو!

احمد منصور

رسنۍ يوه مهمه سرمايه ده، د ملتو او هېوادو لپاره بريالي دي هغه هېوادونه او حکومتونه يې چې رسنۍ يې په واک کې وي ورته جوړ کړي چوکاټ سره سم رفتار کوي د هېواد ګټې په نظر کې لري خو متأسفانه مونږ له هغو هېوادو سره ځکه ډېر توپير لرو چې زمونږ د هېواد رسنۍ پرديو شل کاله تمويل کړې، رسنيو هم ټول حدود کراس کړي د افغانانو له هېواد څخه د دفاع او د اسلامي نظام د اقامې په موخه يې کړي جهاد ته مختلف نومونه ورکړي د افغانانو قرباني يې پردو ته منسوبه کړې خو سره له دومره تبليغاتو بيا هم سپين کاروان خپل منزل ته ورسېد.

د دغو رسنيو په وړاندې په ډېر کم تعداد اسلام پالو فرهنګيانو يا په بله اصطلاح اسلام پالو مبارزينو سنګر ونيوه چې دښمن يې تر ډېره حده د رسنيزې جګړې په ډګر کې مات کړ رسنيزې جګړې کې تر ډېره زيات رول د خواله رسنيو وو چې اسلام پالو مبارزينو ترې کار اخيست خو په دې روستيو کې يې موجوديت ډېر کم شوی چې د خواشينۍ وړ ده حال دا چې خواله رسنۍ د فکرونو عيارولو ، د هېواد موجود امنيتي انځور دونياوالو ته ښودلو کې موثر تماميږي خو د مبارزينو ناپامي او سستي د ډېرو زيانو لامل جوړېدای شي اسلام پال مبارزين بايد ځانو ته نه د کمترۍ احساس وکړي او نه دا چې يوه پښه به بله واړوي او ووايي چې نوره اړتيا نه شته ځکه اسلامي نظام راغی حال دا چې مزل لا په مخکې لرو او د مبارزې يو بل فصل شروع شو دوښمنان مو په هېواد کې اسلامي نظام نه شي زغملی ضرور به د کمزوري کولو يا د له مينځه وړلو په موخه به ځينې اعمال آنجاموي او ځينې بهانې به لټوي همدا ډول لکه څنګه چې خبر ياست په هېواد کې موجودې رسنۍ لا هم د پردو ګټو ته ژمنې دي تر خپله توان هڅه کوي د هېواد غلط انځور مو نړۍ والو ته وښايي د منفي موادو په پيدا کېدو کې زيار باسي خو که مثبت مواد او کړنې سل او زر هم وي په نشت يې حسابوي.

منفي خپرونې يې لکه د مثال په ډول د عبدالباقي شيخ صيب څرګندونې يې غلط تعبير کړې او پراخه هوا يې ورکړه تر څو تېر شل کلن تعليم يافته ځوانان ناهيلي له هېواده تلو ته يې اړ کړي همدا ډول د هغو ښځو لاريونو ته يې پراخ کمپاين وکړ اوس هم بوختې دي حال دا چې هغو ښځو لاريونونه غير قانوني هم ول بل دا چې هغه مېرمنې او د هېواد متدينو مېرمنو تر مينځ په زياته پيمانه توپير موجود وو/دی له برخور څخه يې جوتېده چې د بې حيايۍ په پوهنتون کې هرې يوې يې ماستري کړې وه.

په مثبتو کړنو سکوت يې: د سالنګ ، کابل او ميدان وردګو همدا ډول د کابل او قندهار په سرکونو نيمايي مياشت کيږي په جوړولو يې کار روان ده خو تر اوسه يوه رسنۍ د راپور جوړونې په موخه نه ده ورغلې همدا ډول د هېواد مختلفو ولاياتو کې باعفته افغانو مېرمنو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده د لاريونو په شکل کې ترې ملاتړ اعلان کړ تېر شل کاله چې د دوي په نمايندګۍ څو فاحشو ښځو ځانونه يې د افغانو مېرمنو استازې بللې د هغوي له نمايندګۍ منکرې شوې خو رسنيو د يادو محجوبو خويندو له لاريونو هېڅ راپور جوړ نه کړ د خوست اولس له اسلامی امار ت ملاتړ اعلان کړ هلته يې هم سکوت اختيار کړ.

نو په داسې يو حالت کې که اسلام پال مبارزين له کمزورۍ کار اخلي دا په دې معنی چې دوښمن ته هم ډګر پرېږدي او هم د زرګونو ځوانانو د قربانۍ له برکته نافېذ اسلامي نظام په خپلو لاسو نړوي اسلام پال مبارزين دې دغه ټکي ته متوجې وي د رسنيو اصليت خو هم درته جوت شو نو به داسې يو حالت کې بايد په خواله رسنيو کې په پراخ ډول شتون ولرو هم به مو خاليګا ډکه کړې وي، هم به مو د فکرونو عيارول کې کافي کار کړی وي دا مو مسؤليت او مکلفيت ده اجازه به نه ورکوو چې دوښمن لا هم خپله فکري جګړه پر مخ بوزي هڅه به کوو چې د فکري جګړې مخنيوی وکړو د اسلامي نظام واقعي تسکينې انځور به د نړۍ پر وړاندې اږدو تر څو دونياوالو ته ثابته کړو چې په نړۍ مروج نظامونه ديکتاتوري او انساني دي چې بې شمېره کوتاهيانې/کمزوريانې لري تنها اسلامي نظام ده چې د هر قرن او زمانې د خلکو ستونزې په نظر کې نيول شوي له کلونو را په دې خوا خلک له اسلامي نظام څخه ډارول شوي ول زمونږ او تاسو به هڅه دا وي تر څو دغه ترهه ختمه کړو اسلامي هېوادو ته د آزادۍ او خپلواکۍ اخيستو الهام ور وبښو تر څو پوه شي چې آزادي په دا ډول لوړ قيمت اخيستل کيږي او په همدې قيمت ارزي هم.

ګرانو اسلامپالو مبارزينو راځئ له يوې نوې جذبې سره بيا مبارزه پيل کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x