افغانستان

د رایو د باطلولو لایحه تصویب شوه

نن ټکی اسیا (پنجشبه، زمري ۹مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د رایو د باطلولو لایحه تصویب شوه او د رایو ارزونې بهیر به بیا پیل شي.

د ټاکنو د کمېسیون ویاند نور محمد نور ویلي چې د رایو د باطلولو لایحه تېره ورځ تصویب شوه او د رایو د بیا ارزونې بهیر به د شنبې په ورځ بیا له سره پیل شي.

د رایو د بیا ارزونې بهیر د رایو د باطلولو د لایحې د نه شتون له امله څو وار له ځنډ او خنډ سره مخ شو.

شننونکي په دې باور دي چې د ټاکنو بهیر کې لانجې پیدا کول، خنډونه او بحرانونه پیدا کوله له پخوا پلان شوي دي چې اوس عملي بڼه ورکول کیږي.

ولسمشر کرزي هم په مشورتي لویه جرګه کې ویلي وه چې بهرنیان غواړي افغانستان کې ګډوډي پیدا کړي او له انتخاباتو وروسته پایلې تر ۶ میاشتو پورې وځنډوي.

د عبدالله عبدالله ټيم ویلي وه چې تر هغې دواړه جانبه د رایو د باطلولو لپاره یوه لایحه نه وي جوړه شوي د رایو بیا ارزونې بهیر نه پيلوي او د اشرف غني ټيم د رایو د بیا ارزونې بهیر په ټپه درول د افغانستان د خلکو په ضرر بولي.

که څه هم له پيله افغانان په ټاکنو باوري نه و، خو د ټاکنو وروستیو لانجو او د جان کیري منځګړیتوب او ایتلافي حکومت دواړه نوماندان رضا کول د افغانانو شک په یقین بدل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یاره که زه د امریکاغلام هم وی او ددی حکومت چارواکی وی مابه له دیره شرمه معنوی ځانوژنه خو له پخوانه وه مادی ځانوژنه هم کړی وی ، د نړی تر ټولو ریشخند ، د خند او مسخرو وړ د چرسیانو او نشه توکو د روږد شوو اداره ، او بیا هم پکی یوه ورځ تیرول لکه په کناراب یا ډیران کی چه څوک هستوکنه لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x