افغانستان

روسیې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې ناستو رابللو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): روسیې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې ناستې وړاندیز کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تیره ورځ د قزاقستان پلازمینه نورسلطان کې د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې دوی د مسکو غونډې په تړاو د طالبانو په ګډون د رابلل شوو اړخونو ځواب ته منتظر دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان د مسکو د ناستې په اهمیت پوه شي.

هغه وايي، روسیه له نورو هېوادونو سره په همغږۍ ملګرو ملتونو ته وړاندیز کوي، چې د مسکو تر ناستې وروسته افغانستان ته د بشري مرستو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې لړۍ چې په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې، ټاکل شوې ده چې د روان کال د اکتوبر په شلمه نیټه بله غونډه هم ترسره شي او په ترڅ کې یې د چین، پاکستان، ایران، هند او افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغانستان په تازه وضعیت خبرې او بحثونه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

متل دی چې: که نه وایم، خوله غمه وایم. او طالبانو! تاسو عجیبه مخلوق یئ. تاسو په سد یئ که نه یئ؟ تاسو ویښ یئ که ویده یئ؟ تاسو په دې حاضره او موجوده نړۍ کې ژوند کوئ که په بله دنیا کې؟ مکوئ د خدای له پاره په خپل لاس دا لویه بریا د خاورو سره مه خاورې کوئ. دې ته باید پام وکړئ چې هره ورځ خپل پلویان د لاسه ورکوئ او مخالفین مو ډېرېږي. سبب یې دادی چې دا ټوله دنیا په حقه یا په نا حقه له تاسو غواړي چې د نجونو ښوونځي خلاص او د… نور لوستل »

Karwan

محمده، طالبانو قسم ندي خوړلي، چه دنجونو مکتبونه به بند وي. هغوي په مکرر ډول وايي، چه ټول مکتبونه بيرته پرانيستل کيږي او دا دنجونو مسلم حق دي! شروع ئي له شماله ګوره، بلخ، جوزجان، کندوز او سرپول کي دنجونو مکتب تر ۱۲ ټولګي پوري خلاص دي او ټولي نجوني په عزت او امنيت کي مکتب ته ځي او په نورو ولايتونو کي هم دا کوشش روان دي. ډيري د نجونو د معليمينو کمبودي ده او په دي کار روان دي، چه دا مشکل حل شي! امادبعضي خلکو او د نړي غبرګي سترګي الله ړندي کړي دي! هغوي اوس ښه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x