نظــر

غني امریکا وشرموله!

نورمدين بلخېل

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی چې د افغانستان د ځینو خلکو په منځ کې ورته د نابغه، مفکر او نورو نومونو او بیا د خپلو خامیانو له خوا ورته د بابا، زرکلن او نورو لقبونو سره غږ کیده په واقعیت کې نه، نابغه و او نه هم بابا، دغه دروغجن او خیالي انسان به ورځ کې څو ځله د رسنیو مخ ته را وړاندې کیده، تل به یې غټې غټې خبرې کولې او بیا به خپلو لاسپوڅو ورته چکچکې کولې، غني به هم داسې تمثیل کاوه چې ګواکي یو ډېر زوره ور ولسمشر دی، ده فکر کاوه چې افغانان به هم دده په دروغو غلط شي او طالبان به هم په خپل مکارت سره تر سینې لاندې را ولي، همدغه دده دروغ او فریبکاري وه چې افغانان یې د پولۍ ټک ته کینول، هر څه یې ترې واخیستل، د خپل ټیم په وسیله یې هر څه چور کړل، زما په نظر د افغانانو اقتصاد ته به دومره زیان نه د خلق او پرچم نظام رسولی وي او نه هم د وخت ځینو دړه مارو مجاهدینو او ګیلمجنو، لکه څومره چې د اشرف غني ټیم دغه وطن لوټ کړ.

د اشرف غني لومړۍ غلطي د انجینر ګلبدین حکمتیار سره وه، چې د سولې توافق یوازې پنځه فیصده یې هم ور سره تطبیق نکړل، د حزب اسلامي بندیان یې خوشي نکړل، بلکې تر اخره یې په زندان کې وساتل، کوم چې د طالبانو په راتګ سره له زندانونو خوشي شول، له هغه وروسته یې په خپله په دولت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د قدرت پر سر نندرۍ وې، دا چې ډاکټر عبدالله یو ارام او هوښیار سیاستوال و، نو نه یې غوښتل چې د غني سره ونښلي، نو هڅه یې کوله چې د غني سره ورځ تېره کړي.

د غني په دولت کې اخلاقي او اداري فساد نهایي اوج ته ورسېد، ده به ویل زه د غازي امان الله خان د ناتمام فصل تکمیلوونکی یم خو په واقعیت دی ډېر دروغجن، حرام خور، ظالم او ناپوه انسان و، ده د افغانانو په وړتیاوو باور نه درلود او یوازې تکیه یې په امریکا وه، امریکایانو هم په ده باور نلره خو بس وخت یې ور سره تیروه او دوی داسې ګمان کاوه چې ښایي غني رښتیا ووایي.

امریکایانو ته د غني رښتیا او دروغ هغه وخت معلوم شول، کله چې طالبانو په لسو ورځو کې ټول افغانستان ونیو، غني هم فقط خپل سر وباسه، دوستم او عطا مخکې له مخکې د هیواد له شمال څخه په منډه تښتیدلي وو، احمد مسعود او امرالله صالح پنجشېر ته ورسیدل، د شمال اتحاد او هزاره ګانو مشران پاکستان ته لاړل او له هغه ځایه بیا نورو ملکونو ته وتښتیدل، طالبانو پنجشېر هم ونیو، امریکایانو د خپلو اتباعو او خپلو افغاني همکارانو لپاره خطرناک عملیات پیل کړل، دا د دې له وجې چې امریکا پر اشرف غني فراري یو څه باور کړی و، چې دې کار امریکایان خواشیني او هم خجالت کړل، غني او ملګرو یې د افغانستان بانک تالا کړ، ویل کیږي چې یوازې غني ۱۶۹ میلیونه ډالر له ځان سره وتښتول، دلته خبره دا نه ده چې غلا شوې ده، بلکې اصلي خبره دا ده چې یو رییس جمهور، چې ځینو خلکو ورته نابغه، مفکر، د ټرمپ او اوباما، د کاناډا او لویدیځې اروپا د صدراعظمانو او پاچاهانو استاد وایه، غلا کړې ده، ممکن په نږدې راتلونکې کې غني د امریکا د پیسو د غلا په تور محکمې ته هم حاضر کړل شي.

امریکایان اوس د غني په وجه شرمنده دي، دوی فکر کوي چې غني درې نیم لکه پوځ چې د نړۍ عصري وسلې یې په لاس کې وې، د یو څو زره طالب جنګیالیو سره پرې مقابله ونکړای شوه، د دوی په نظر غني نه دا چې د افغاني پوځ حیثیت یې ونه ساته، بلکې د امریکا دبدبه یې هم تر خاورو لاندې کړه، امریکایان به هیڅکله د غني دغه بیکاره سابقه هېره نه کړي او حتما به غني د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په واسطه را ګیر کړي او خپل حساب کتاب به ور سره وکړي، غني، محب او فضلي په داسې حال کې له افغانستان څخه وتښتېدل چې دلته د پخواني دولت ځینې مهم مشران لکه کرزی، عبدالله او نور په خپل وطن کې پاتې شول، کله چې ابوظبۍ ته لاړ هلته د ابوظبۍ حکومت پرې مطبوعاتي بندیزونه هم ولګول.

مطلب دا چې غني نه اقتصادپوه و او نه هم د سیاست لوبغاړی، غني هم په سوله کې زیان کاوه او هم په جنګ کې زیانمند شو، هغه د هیڅ شي وړتیا نلرله هغه یوازې په غورو پرشو او هوایي نطق کې تکړه و، چې د ارګ له یوې ګوښه کوټې څخه به لکه زهري مار پاشیده، اوس هغه یاران او دوستان چې ده ورته د ریاست په وخت کې وروڼه او دوستان ویل، اوس هغه ورته فراري غني وايي او هر ورځ د ده توهین کوي، غني د طالب سره د ضد په وجه امرالله صالح خپل معاون او اسدالله خالد خپل دفاع وزیر وټاکه خو ده په دغه ضد سره یوازې خپل ځان وبایله او طالب افغانستان ونیو، امریکایانو او په خاص طور زلمي خلیلزاد څو ځله له ده څخه د طالبانو سره د سولې د بامفهومه مذاکراتو غوښتنه وکړه خو ده به تل ویل ” طالبان د زما د حکومت تر چتر لاندې ټاکنو ته را وړاندې سي بیا به معلومه سي چې څه کیږي” کله به چې ده دا خبره کوله نو تر شا به یې طنزیه خندا هم کوله هههههه، خو همدې طنزیه خندا له هر میدانه بهر کړ او اوس خپل هغه پخواني دوستان ورته د عادي انسان به سترګه هم نه ګوري، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غني یو کمزوری انسان بللی و، ده ویلي وو، غني تل داسې یو شخصیت و، چې هیڅ د باور وړ نه و، د امریکا پخوانی خارجه وزیر جانکیري هم په خپل کتاب کې غني یو ناارامه او بې حوصلې سړی بللی و، خلیلزاد په خپل کتاب کې د افغانستان د نورو پخوانیو مشرانو په څېر ستایلی نه دی، هغه یې چپ پلوی کس، کوم چې خلیلزاد بد ایسیدل یاد کړی دی.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

بې انصافي دې کړې ده. په دې نورو يارانو کې دې که توره وي، نو نور بېګانه يې ولې نړۍ ته لابيګري کوي؟ يو څوک چې دعوه کوي چې د نړۍ زبرځواک او 42 هېوادونه مو مات کړل، نو بيا ولې ترې غواړي چې موږ په رسميت وپېژنئ؟ تاسې که ځواکمن ياست، نو اړتيا د چا پېژندلو ته نشته. ان تر دې چې دوی خو اوس له روسانو هم غوښتنه وکړه، خو هغوی هم ځواب ورنه کړ او چين هم درې خطرناک شرايط ورته وړاندې کړي دي. له پاکستانه به څه د خير تمه وکړو؟ که موږ زور او يا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x