شعـــــرونه

چې مزار له مې راځې/ همت

عبدالمالک همت

لاندي شعر ما د ۱۹۹۳ع. کال د اګست پر ۲۳مه په نوي ډيلي کي د مهاجرت پر مهال ويلی و، خو لوی څښتن ته دي حمد وي هغه سبحانه وتعالی زما دا هيلې زما تر مړينې دمخه په ژوندوني را پوره کړې:

چي مزار له مي راځې د خوشالۍ زېری هم راوړه
د افغان د دښمنانو د ورانۍ زېری هم راوړه

زما قبر ته چي راسې تش دعا راته ونه کړې
خدای لپاره د هيواد د ودانۍ زېری هم راوړه

ماليدلې په خپل ژوند ناسوکالي د خپل ولس ده
که مي روح خوشاله غواړې سوکالۍ زېری هم راوړه

د اغيارو په لمسون خو د ولس تر منځ بېلتون وو
خو که نن نه وي اغيار د دئ خوښۍ زېری هم راوړه

پردي پالي لا دواک پر ګدۍ ناست دي او که نه دي
ښاد سې ماته لږ د دوی د مختورۍ زېری هم راوړه

ها د سيال سره ناسيال افغان به وي د سيال، سيال سوی؟
زما خاوري لره دا د سيالدارۍ زېری هم راوړه

زه «همت» خو د ارمانه ډک زړګی ولاړمه ګور ته
ته که ښاد يې نو د خپلي دې ښادۍ زېری هم راوړه

او که خوار يې په جنت غوندي هيواد کي دوږخي يې
ځه تلاښ وکړه بل وار د نېکمرغۍ زېری هم راوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x