ورزش

نړيوال جام لپاره انتخاب شوې لوبډله عربي اماراتو ته وخوځېده

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اوريز نړيوال جام په موخه له قطر څخه عربي اماراتو ته وخوځېده.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر له مخې د ملي لوبډلې هغه ۱۵ کسيز او د ساتونکو لوبغاړو نوملړ چې په دې وروستيو کې انتخاب شوي وو، عربي اماراتو او پاتې اضافي لوبغاړي بېرته کابل ته راستانه شول.

ملي لوبډله به د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په ابوظبي ښار کې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې او په ۲۰مه نېټه د ویسټ انډيز پر وړاندې تمريناتي سيالۍ ترسره کړي‌.

د شل اوريزو سياليو نړيوال جام د اکتوبر له ۱۷مې په عمان او عربي اماراتو کې پېليږي، چې لومړی به د لومړي پړاو لوبې ترسره کيږي. له دغې پړاو څخه به سوپر ۱۲ ته څلور لوبډلې لار مومي.

افغان لوبډله چې په ګروپ کې د پاکستان، هندوستان او نيوزيلاند سره ځای لري، خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د غوراوي پړاو څخه انتخاب شوې لوبډلې سره ترسره کړي‌.

د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د نړيوال جام لپاره د لومړۍ انتخاب شوې لوبډلې څخه ځينې لوبغاړي کينول او پرځای يې ځينې نور شامل کړل.

د نړيوال جام لپاره وروستۍ ۱۵ کسيزه غوره شوې لوبډله په لاندې ډول ده:

محمد نبي، رحمان الله ګربز، عثمان غني، محمد شهزاد، حضرت الله څاځی، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، نجيب ځدران، کريم جنت، ګلبدين نائب، راشد خان، مجيب ځدران، حميد حسن، فريد ملک او نوين الحق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x