نظــر

په رسمیت پیژندنه د حقوقو او سیاست په ارزونه کې

دوکتور م. عثمان تره کی

د حکومت او دولت رسمیت پیژندنه سره توپیر لري:
حکومت او دولت دوه جلا حقوقي جوړښتونه دي. د  حکومت رسمیت پیژندنه د دولت له رسمیت پیژندنې څخه جلا ګڼل کیږي. حکومت د دې لپاره چې په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پیژندنې ته اړتیا لري. خو دولت کله چې د درې ګونو مرکباتو(خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شته والی په بشري‌کورنۍ باندې تپي او رسمیت پیژندنې ته  نه اړ کیږي.

دولت تلپاتې جوړښت دی، چې د حکومتونو د بدلون تر اغېز لاندې نه راځي. د حکومتونو د بدلون په بهیر کې، دولت د یو مسؤول او ذمه وار حقوقي جوړښت په حیث خپلو کورنیو دندو ته دوام ورکوي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاته کیږي. خو که نوی حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي له نورو هیوادونو سره په تعامل کې، دولتي اجرأت تر زیاتې اندازې پورې له محدودیتونو سره مخ کیږي. په سفارتونو، نړیوالو غونډو او مختلفو سازمانونو (د ملګرو ملتونو په شمول) د حکومت استازیتوب او د بین المللې دندو د اجراء په برخه کې تشه رامنځته کیږي.

له بلې خوا هغه هیواد چې د بل هیواد، نوی حکومت په رسمیت پیژني په کوربه هیواد د خپل دیپلوماتیک پرسونل دیپلوماتیک مصئونیت تضمینوي او د اړتیا په صورت کې د مقیم هیواد د حقوقي او اداري مؤسساتو څخه ګته پورته کولای شي.

دوفکتو او دوژور رسمیت پیژندنه:
د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه یا نه پیژندنه د دولتونو مطلق او انحصاري حق دی. د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه په دوه ډوله مطرح کیږې: « دوفکتو » او « دوژور ».
۱- دوفکتو رسمیت پیژندنه د حکومت جوړولو مدعي ځواک د سیاسي او حقوقي ودې له څرنګوالي سره تړاو لري.

کله چې د حکومت جوړولو مدعي ځواک په اړوند قلمرو باندې بشپړ کنترول و نه لري، امنیت نه شي ټینګولی او د کورني مشروعیت څخه بې برخې وي. د ځینو سیاسي او ژِیوپولتیکو ملاحظاتو له کبله ممکن په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپېژندل شي. یاد ځواک کولی شي په کور دننه او د باندې له سیاسي لوبغاړو سره په تعامل کې قرار ولري.

دوفکتو په رسمیت پیژندنه يو ځواک ته بشپړ حقوقي هویت او په نړیوالو تعاملاتو کې د ورګډیدو وړتیا نه ورکوي.

د طالبانو تحریک د دوحې د هوکړه لیک له مخې چې له امریکایانو سره یې تر سره کړ، د یو سیاسي، عقیدوي او جنګې ځواک په توګه چې د راتلونکي حکومت د جوړولو په درشل کې دی په دوفکتو ډوَل په رسمیت وپیژندل شو. په سیمه کي د طالبانو ديپلوماتیکو مسافرتونو هغوی« دوژور» رسمیت پیژندني ته رانږدې کړل.

۲- کله چي د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کي واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسي قانون د حکمونو پر بڼست او د ډیموکراسۍ د اصولو په درناوي استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په « دوژور » ډَول په رسمیت پیژندل کیږې.

یاد فورمول مطلقه بڼه نه لري. هیوادونه لیوالتیا لري چي رسمیت پیژندنه د خپل سیاست او دیپلوماسۍ د یو لاسوند په توګه وکاروې او له شرطونو سره یې مل کړي. د احتمال څخه لرې نه ده چې یو حکومت سره له دې چي د هیوادني یا کورنیو حقوقو (اساسي قانون) د احکامو پر بنسټ جوړ شي او په خاوره کې کنټرول ولري په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شي. برعکس داسې هم واقع شوي چي یو حکومت سره له دې چې ټول حقوقي شرطونه یې بشپړ کړي دي، لیکن په دوفکتو بڼه وپیژندل شي. په کال ۱۹۴۱ م کې، له دې سره سره چې د شوروي اتحاد حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شوی و د سویس له خوا په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شو. په  ۱۹۴۶م کې دوفکتو په دوژور واړول شو. په ۱۹۵۰ م کې برتانیي د چین کمونیست حکومت پدې پلمه چي په ټول قلمرو باندي واکمن دی په رسمیت وپیژاند. خو امریکا د کمونیست حکومت د اغیزمنتوب او حقوقي وړتیا په اړه شکمن و او له اوږد ځنډ وروسته په ۱۹۷۱ م کې هغه ته رسمیت وروبښل. بناً په رسمیت پیژندنه یوازې د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره، رسمیت پیژندنه له ګڼ شمیر سیاسي او ژیوپولتیک ملحوظاتو سره تړي.

مشروط رسمیت پیژندنه:
کله چې رسمیت پیژندنه پرته له حقوقي ضوابطو څخه له نورو شرطونو سره مطرح شي، مشروط رسمیت پیژندنه بلله کیږي. د طالبانو اسلامي امارت د مشروط رسمیت پیژندنې له جنجال سره مخ دي چې وروسته ورباندې رڼا اچوو.

حقوقپوهان د تیوري له دریځه پدې نظر دي چې باید رسمیت پیژندنه له سیاسي ملاحظاتو سره په تړاو مطرح نه شي. یو حکومت وروسته له دې چې د رسمیت پېژندنې حقوقي شرطونه بشپړ کړي، باید نړیوال حقوقي نظام ته ورګډ شي.

مشروط رسمیت پیژندنه یو اړخیز (انفرادي) یا ډله يېزه بڼه لرلی شي:
الف ــ که رسمیت پیژندنه یو اړخیزه وي او له سیاسي، ژیوپولتیک او ستراتيژیکو شرطونو سره مل شي، هر هیواد به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ نوی حکومت په رسمیت پیژني. بې له دې چې نړیوال حقوقي ضوابط په نظر کې ونیسي. بیا نو نړیوال حقوق حاشیې ته لویږي او د نړۍ په کچه ګډوډي جوړیږي.

امریکا د پاناما د نوي حکومت په رسمیت پیژندنه پدې شرط پورې وتړله، چې د پاناما کانال د جوړیدو په ترڅ کې د امریکا د حق خیال وساتي او ویې پیژنې.

ب – ډله یېزه په رسمیت پیژندنه چې موخه يې د نړیوالو حقوقو د ارزښتونو ساتنه وي، د بین المللی حقوقو د نظام د ټینګښت لامل ګرځي.

اروپايي ټولنې په ۱۹۹۱ م کې هغه نوي حکومتونه چې د شوروي اتحاد او یوګوسلاویا د پاشل کیدو څخه وروسته رامنځته شوي وو، رسمیت پیژندنه یې په ګڼ شمیر شرطونو پورې وتړله. د هغې جملې څخه د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی، د اروپا امنیت او همکاري کانفرانس په چوکاټ کې د پولو موجود حالت ساتل، د بې وسلې کولو مخکنیو ژمنو ته ژمنتیا، د قومي لږکیو د حقوقو ضمانت او د خبرو یا حکمیت له لارې د دولتونو څخه په میراث پاته شویو منازعاتو حلول او داسې نور…

په رسمیت  نه پیژندنه د ګواښ په ډول:
په رسمیت نه پیژندنه په وار وار د هیوادونو د دیپلوماسۍ د لاسوند په توګه کارول شوې ده.
د ۱۹۵۰م – ۱۹۶۰م  کلونو کي آلمان (فدرال جمهوریت) اعلام وکړ چې خپلې ډیپلوماتیکي اړیکې له هغو هیوادونو سره پرې کوي چې د ډیموکراتیک آلمان جمهوریت په رسمیت وپیژني.

په ځینو حالاتو کې ملګري ملتونو (امنیت شورا)، غړیو هیوادونو ته د یو حکومت چې په زور او ناقانونه توګه واک ته رسېدلي د رسمیت نه پیژندنې مشوره ورکوي. دغه مشوره سیاسي اړخ لري او په غړیو هیوادونو باندې حقوقي الزام نه شي لګولی. په کال ۱۹۷۰ م کې د ۲۷۷ نمبر پریکړې له مخې ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته مشوره ورکړه چې د جنوبي رودیشیا حکومت چې د زور له لارې په واک قبضه لګولې په رسمیت ونه پیژني.

د طالبانو د امارت په اړه ملګري ملتونه ورته دریځ لري. خو دغه دریځ د توجیه وړ نه ښکاري. طالبانو د بهرني اشغال په وړاندې د بریالۍ ازادي بښونکې جګړې په پای کې حکومت جوړ کړ.

استعمار ضد جګړه چي په ترڅ کې يې د خود ارادیت حق ترلاسه شي د ملګرو ملتونو د جوړښت منطق جوړوي.

د زور له لارې جوړ شوی‌ حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شي:
یو حکومت چي له غیر قانوني لارې ( بهرنۍ لاسوهنه، کودتا، اغتشاش … ) قدرت ته رسیږي، په رسمیت پیژندل یې له نړیوالو حقوقو سره اړخ نه لګوي. منچوریا د چین برخه و. جاپان پرې برید وکړ او یو لاسپوڅی حکومت یې  قدرت ته ورساوه. امریکا د جاپان اقدام د « بریان کلوک » ( ۱۹۲۸م ) تړون سره په تضاد کې وباله، ورسره کلک مخالفت یې اعلام کړ. نوی حکومت چې د زور له لارې جوړ شوی و په رسمیت یې ونه پیژاند خو داسې مثالونه هم شته چي یو حکومت چې له غیر قانوني لارې قدرت ته رسیدلی، د ګڼ شمیر هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شي. ایټالیا په ۱۹۳۵م کې یوتوپیا اشغال او د خپلي خاورې سره یې یو ځای کړه. د ایټالیا – یوتوپیا امپراتوري نوی حکومت د ۴۴ هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شو.

په افغانستان کي د شوروې او امریکا اشغال نه وروسته لاسپوڅي حکومتونه د زیاتو هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شول.

راتلونکي بحث: ولي د طالبانو اِمارت په رسمیت نه پیژندل کیږي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x