
ټکنالوژي
واټس اپ د غږيز پيغام په تړاو نوې ځانګړتيا وړاندې کړې
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ټولنيزو رسنيو مشهور پيغام رسونکی اپليکيشن وايي چې د غږيز پيغام استولو په تړاو يې نوې خو په زړه پورې ځانګړتيا وړاندې کړې ده.
واټس اپ شرکت وايي چې د غږيز پيغام ثبتولو پرمهال به کاروونکی وکولی شي خپل پيغام د لږې مودې لپاره وځنډوي يا په اصطلاح Pause کړي، او چې وغواړي له وقفې وروسته خبرې پېل پېل کړي، بېرته هماغه پيغام ته ادامه ورکړي.
دغه ځانګړتيا د ايفون يا iOS سيستم د هغو کاروونکو په موبايلونو کې وړاندې شوې چې د واټس اپ اپليکيشن يې اوسمهال يا اپډيټ کړی دی. دغه راز د اندرايد کاروونکو لپاره به هم ډير ژر معرفي شي.
ددغې ځانګړتيا ګټه به دا وي چې کاروونکی به د پيغام حذفولو يا بندولو ته اړتيا ونلري، او وبه کولی شي خپلې خبرې له هماغه ځايه بيا پېل کړي په کوم ځای چې يې درولي دي.