افغانستان

ناروې کې یو کس په غشي او لیندۍ ۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۰ل): په غشو او لیندۍ مجهز یو کس په ناورې کې ۵ تنه وژلي او څو نور کسان یې ټپيان کړي دي.

دا پېښه پرون د چهارشنبې په ماښام په سیمه ییز وخت شپږ نیمې بجې د ناروې په سویل ختیځ «کونګسبرګ» ولایت کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په لیندۍ او غشو سمبال یو تن په خلکو د غشو ګوزارونه وکړل.

د «کونګسبرګ» ایالت د پولیسو قومندان «ایفن آس» خبریالانو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې یو پولیس هم شامل دی چې په یو دوکان کې د سودا اخیستلو پرمهال د بریدګر لخوا د غشي په واسطه وویشتل شو.

پولیس وايي، د دواړو ټپیانو حالت ډاډمن او بریدګر یې هم نیولی دی.

د پولیسو لومړني تحقیقات څرګندوي، چې بریدګر یوازې دی؛ خو بیاهم پېښه په هراړخیزه توګه څیړي.

د ناروې دویم ټلویزیوني چینل د راپور له مخې چې شکمن بریدګر سره چاړه او نورې وسلې هم نیول شوې دي.

باید وویل شي چې په ناروې کې تردې وړاندې هم افراطي عیسایانو په مسلمانانو او چپي عیسایانو له ویرې او ترهې ډک بریدونه کړي او په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx