افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ رتبه افغان پلاوی ترکیې ته روان شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۰ل): قطر هېواد ته له بریالي سفر وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان پلاوی د ترکیې هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه لوړ پوړی پلاوی نن(پنجشنبه، ۲۲ تله) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو په رسمي بلنه ددغه هېواد پلازمینې انقرې ته روان شوی دی.

په دغه هیئت کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي نورجلال جلالي، مولوي شهاب الدین دلاور او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمدسهیل شاهین، حاجي محمدابراهیم او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

ټاکل شوې ده چې یاد هیئت به له ترکي چارواکو سره د سوداګرۍ، بشري مرستو، هوايي ټرانسپورټ، مهاجرت او یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له ټینګښت راهیسې دا لومړی رسمي سفر دی چې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ پوړي افغان پلاوي لخوا ترکیې ته ترسره کیږي.

ترکیه چې د نړۍ د شلو لویو اقتصادي هېوادونو له ډلې څخه یو مطرح اقتصادي ځواک او د ناټو تړون غړو هېوادونو کې د پوځ له درکه دویم نمبر هېواد دی، هڅه کوي چې د نوي افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ منځګړیتوب کولو سره د افغانستان کنګل شوې سرمایه آزاده او افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ هم چټکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي د قطر هېواد ته د سفر پرمهال د ګڼو لویدیځو او ختیځو هېوادونو له استازو او چارواکو سره ناستې ترسره کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت په خبره دا سفر خورا بریالی او له لاسته راوړنو ډک ؤ.

ددې سفر په دوران کې د امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو استازو څرګنده کړه چې افغانستان سره یې خپلې مرستې زیاتې کړي او ژمنه وکړه، چې دا مرستې به په مشروط ډول سره جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx